اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبټولنه

سرچینې: طا-لبانو په هرات کې د عاشورا بیرغونه راغورځولي او څيرلي دي

دید خبرې آژانس: په هرات کې سیمه ییزو سرچینو ویلي چې طا-لبانو هغه بیرغونه او شعارونه چې شیعه خلک د محرم د میاشتې د نمانځلو په موخه لګولي وو، راغورځولي او څیرلي دي.

سرچینې: طا-لبانو په هرات کې د عاشورا بیرغونه راغورځولي او څيرلي دي

په یوه ویډیو کې چې د دغو سرچینو لخوا را استول شوې، لیدل کیږي چې یو شمیر خلک دا بیرغونه په یوه کوڅه کې راښکته کوي او څیري یې.

په هغو انځورونو کې چې سرچینو لیږلي، لیدل کیږي چې مات شوي بیرغونه په ځمکه پراته دي.

د دغو سرچینو په وینا هغه کسان چې دغه کار یې کړی د «طا-لبانو» غړي دي.

په کابل او هرات کې طا-لب چارواکو ویلي چې دوی به د محرم په میاشت کې د شیعه خلک د عزاداری د مراسمو امنیت ټینګوي.

همداز یو شمېر نورو سرچینې وايي، چې په هرات کې د طا-لبانو د امربالمعروف ادارې کارکوونکو له هټیو او کورونو څخه د عاشورا بیرغونه راټول کړي او خلکو ته یې خبرداری ورکړی، چې د دا ډول بیرغونو د پورته کولو اجازه نه ورکوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا