اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

سرچینې: د کابل – کندهار د لویې لارې د ترافیکي پېښو د مړو شمېر ۵۰ تنو ته ورسېد

دید خبرې آژانس: د کابل – کندهار پر لویه لار د غزني ولایت په مربوطاتو کې د دوو ترافیکي پېښو د مړو شمېر ۵۰ او د ټپيانو شمېر ۶۵ کسانو ته ورسېد.

سرچینې ویلي، چې لومړۍ پېښه د غزني په شهباز سیمه کې تر هغه وروسته شوې، چې یوه مسافر وړونکي بس موټر د ګازو له ټانکر سره ټکر وکړ او په کې ۲۰ کسان مړه شول.

د سرچینې په خبره، دویمه پېښه بیا له دې سیمي څخه ۱۵ کېلو متره لرې په نانۍ سیمه کې شوې، چې تر دې مهاله د ۳۰ تنو د مړیني خبر یې تایید شوی دی.

د دواړو پېښو د ټپيانو شمېر ۶۵ کسان ښودل شوي دي.

ویل کېږي، چې د ډېر شمېر ټپيانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د سرچینې په وینا، مسوولانو کابل ته د ټپيانو د لېږدولو په موخه الوتکه غوښتې وه، خو د هوا د خرابوالي له امله الوتکه و نه استول شوه او ټپيان اوسمهال د ځمکې له لارې د کابل روغتونونو ته د لېږدولو په حال کې دي.

د راپورونو له مخې، په غزني کې د یو شمېر روغتونو مسوولانو بیا له خلکو غوښتي، چې ټپيان وینې ته اړتیا لري او ژر تر ژر دې په دې برخه کې همکاري وکړي.

بلخوا ویل، چې یاد مسافر وړونکي موټر له هلمند څخه د کابل په لوري و، چې له دې پېښې سره مخ شول.

د یادولو ده، چې په دې وروستیو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو په ځانګړې توګه په لویو لارو کې ترافیکي زیاتې شوي او ژمي په رارسېدو سره بیا ورته خونړۍ پېښې هم ډېری وخت رامنځته کېږي.

طا-لبان د دغو پېښو لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي په ګوته کوي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا