اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

سرچینې: د دوبۍ پولیسو ملا حسن آخند ته ښار ته د ننوتو اجازه نه ده ورکړې

دید خبرې آژانس: سرچینې افغانستان انترنشتل ته ویلی دی چې د دوبۍ پولیسو د طا-لبانو ریاست الوزرا ته اجازه نه ده ورکړې، چې په په دغه ښار کې په یوه میلمستیا کې ګډون وکړي.

ملا حسن اخوند تېره میاشت ابوظبۍ ته د درملنې لپاره په یو سفر تللی و.

د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د دې ډلې رییس الوزرا له ابوظبۍ څخه د یوه افغان سوداګر په بلنه دوبۍ ته له لازمو پروټوکولونو پرته او د دوبۍ له حکومت سره د همغږۍ په نشتوالي تللی و؛ خو د پولیسو له لوري یې مخه ونیول شوه.

د سرچينې په وينا؛ د دوبۍ پوليسو ملا حسن ته اجازه ور نه کړه، چې په دغه ښار کې د رحمت الله کندهاري حوېلۍ ته ورشي او په مېلمستيا کې ګډون وکړي.

د دې رسوايي د مخنیوي لپاره طا-لب ډېپلوماتانو پرېکړه وکړه، چې خپل رییس الوزرا په دوبۍ کې د افغانستان کونسلګرۍ ته بوځي چې اوس د طا-لبانو په واک کې ده.

ویل کیږې د دوبۍ پولیسو له ملا حسن څخه غوښتي چې ژر تر ژره ابوظبي او روغتون ته ورشي، ځکه چې هغه دوبۍ ته د ننوتو اجازه نه درلوده.

سرچينه وايي، دا چې دوبۍ يو ګرځندوى او ازاد ښار دى؛ نو د ښار چارواکي اندېښمن ښکاري چې د طا-لبانو د مشرانو شتون به د دغه ښار ګرځندوى حيثيت ته زيان ورسوي.

ملا حسن اخوند د اګسټ په میاشت کې په مېلمستیا کې له ګډون پرته ابوظبۍ ته راستون شو او له هغه ځایه کابل ته ستون شوی.

کارپوهان وايي، چې د طا-لبانو حکومتي چارواکي او ډېپلوماتان بې له ډېپلوماتیکو پروتوکولونو سره بلد نه دي.

د سرچینې په خبره، دا رسوايي په داسې حال کې رامنځته کیږي، چې په ابوظبۍ کې د طا-لبانو د سفیر ملا بدرالدین د دې ډلې د کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني نږدې کس او په دوبۍ کې د دې ډلې د کونسل جنرال فدا محمد مدني چې د بهرنیو چارو له وزیر سره تړاو لري، د دوی تر منځ د نه همغږۍ نښه هم ده.

په متحده عربي اماراتو کې څه باندې ۳۰۰ زره افغانان ژوند کوي، چې له طا-لبانو سره یې د کونسلګرۍ د چارو د پرمخ بیولو لپاره تعامل کې دي؛ خو دوبۍ تر اوسه په دغه هېواد کې د طا-لبانو په ګډون د ټولو افغان ډلو سیاسي فعالیتونه بند کړي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا