اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

سرچینې: «جي ٧» ډلې د دوحې په غونډه کې د ښځو او مدني ټولنې د ګډون غوښتنه کړی

سرچینې ویلی دی چې د جي ٧ هیوادونو ډلې یو ګډ لیک لاسلیک کړی او ملګرو ملتونو ته یې لیږلی، له دې سازمان څخه یې غوښتنه کړې چې مدني ټولنې او ښځې باید د دوحې د غونډې برخه وي.

په دغه لیک کې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازي پر برخلیک هم خبرې شوي او له ملګرو ملتونو پوښتل شوي چې په دې برخه کې څه پرمختګ شوی دی.

دغه راز په دغه لیک کې د جي ۷ هېوادونو د دوحې د غونډې اجنډا تر پوښتنې لاندې راوستې او ویلي یې دي چې دا اجنډا «په بشپړه توګه د طالبانو په خوښه ده» او ولې د بشري حقونو په ځانګړي ډول د ښځو او لږ کيو د حقونو په اړه پکې بحث نه دی شامل شوی.

د سرچينې د معلوماتو له مخې، د دغه ليک تر اغېزې لاندې، داسې ګامونه په پام کې نيول شوي دي، چې د افغانستان د مدني ټولنې له استازو سره د جولاى په ٢مه له لرې د يوې ناستې ترسره کول پکې شامل دي.

یوې جګپوړې ډیپلوماتیکې سرچینې او یوه پخواني جګپوړي دولتي چارواکي چې د ليک له محتوا څخه خبر دی، له آمو سره په جلا تلیفوني خبرو کې دا خبره تایید کړه.

خو دا لا څرګنده نه ده چې دغه لیک لاسلیک کړي هېوادونه د دوحې په د غونډې په څنډه کې د ښځو او مدني ټولنې د شاملولو په اړه د ملګرو ملتونو وروستي اقدامات کافي ګڼي او که نه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا