اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

سرچینې: ا.ا د ملګروملتونو کاري ډلې غونډې ته بلل شوی

دید خبرې آژانس: باخبرو سرچینو ویلي چې د دوحې درېیمې غونډې په تعقیب، د ملګرو ملتونو سازمان د کاري ډلې غونډه به په روانې زیږیز میاشت کې جوړه شي.

د دغو سرچینو په وینا، د دغې غونډې چورلیز به د نشه‌يي توکو، بدیل کښت، خصوصي سکټور مسئلې او د افغانستان لپاره بشرپاله مرستې وي.

د سرچینو د معلوماتو پر بنسټ، اسلامي امارت هم دې غونډې ته بلل شوی؛ خو اسلامي امارت تر اوسه په دې تړاو څه نه‌دي ویلي.

د پوهنتون استاد عبدالجبار اکبري وویل:«هر څومره چې، پر اقتصادي او سوداګریزو مسایلو تمرکز وشي او د هېواد پام ور واړول شي، فکر کوم چې له اقتصادي پلوه د افغانستان لپاره ارزښت ولري چې افغانستان له اقتصادي انزوا څخه ووځي.»

د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې د دوحې درېیمه غونډه د تېر زېږدیزکال د جون له ۳۰مې د جولای تر لومړۍ په افغانستان کې د بدیل کښت او خصوصي سکټور د پیاوړتیا په محوریت سره، د ملګرو ملتونو د سرمنشي د سیاسي مرستیال په کوربتوب د اسلامي امارت د استازي او د شاوخوا ۲۵هېوادونو د ځانګړو استازو په ګډون د قطر په دوحه کې جوړه شوې وه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا