اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش
سرچینه: طا-لبانو په کابل کې د یوې نړیوالې موسسې دفتر محاصره کړی
دید خبرې آژانس: په کابل ولایت یوې سرچینې ويلي چې طا-لبانو د انسو په نوم د یوې نړیوالې موسسې دفتر محاصره کړی او له کارکوونکو یې پوښتنې ګروېږنې کوي.
دغې سرچینې ویلي چې اېنسو په افغانستان کې د نړیوالو بنسټونو د امنیت او ساتنې په برخه کې کار کوي.
د آمو د خبر له مخې، د سرچينې په وينا، شاوخوا درې اوونۍ وړاندې د دې ادارې مرکزي دفتر او زون دفترونه د طا-لبانو له لوري محاصره شول او فعاليتونه يې ودرول شول.
سرچينه زياتوي، چې د طا-لبانو د استخباراتو له لوري يې کارکوونکي هم رابلل شوي او ترې پوښتنې ګروېږنې روانې دي. د اېنسو دفتر په بلخ، هرات، کندهار او جلال اباد ولایتونو کې فعالیت کوي.
اېنسو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. دغې ادارې همداراز د دې خبر تر خپرېدو پورې د آمو پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی.