اسلایدشوافغانستانتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

سرچينې: عبدالقادر قانت ديني عالم د طا-لبانو له بنده خوشې شو

دید خبرې آژانس: دوو باخبرو سرچينو تاييده کړې يې ده چې ديني عالم او د ديني او جهادي ارزښتونو د ساتنې شورا پخوانى مشر عبدالقادر قانت پرون (سه شنبه، د تلې ١٠مه) د طالبانو له بنده خوشې شوى دى.

د دغو سرچینو د معلوماتو له مخې، یو له هغو دیني عالمانو مولوي عبدالسمیع غزنوي چې له ښاغلي قانت سره یوځای نیول شوی و، هم پرون د طا-لبانو له بنده خوشې شو.

ښاغلی قانت تېره اونۍ په کابل کې د طا-لبانو د استخباراتو له خوا نیول و.

د آمو خبر له مخې، طا-لبانو د نوموړي د نيولو د علت په اړه څه نه دي ويلي.

په دې وروستیو کې ښاغلی قانت د هېواد په یو شمېر رسنیو کې د دیني چارو د کارپوه په توګه راڅرګندېده او د طا-لبانو له خوا د نجونو او د ښځو پر زده کړو وضع شويو بندیزونو او محدوديتونو باندې يې نیوکې کولې.

دا په داسې حال کې ده، چې طا-لبانو په تېره یوه اونۍ کې د دوو سیاسي کارپوهانو، دوه دیني عالمانو او د پارلمان د یوه پخواني غړي په ګډون لږ تر لږه پنځه کسان نیولي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

هم چک کړئ
بستن
دکمه بازگشت به بالا