سرپرست حکومت: د منصور د موټرو پر کاروان بريد، تبلیغات دي
دید خبرې آژانس: د سرپرست حکومت د اوبو او انرژۍ وزارت، د دغه وزارت د سرپرست ملا عبداللطيف منصور د موټرو پر کاروان د وسله وال بريد خبر، د افغانستان اسلامي امارت د دښمنانو پوچ او درواغجن تبلیغات بللي دي.
باختر آژانس ته د اوبو او انرژۍ وزارت په استول شوي وضاحت کې ويل شوي دي: “دا چې نن ماښام ځینو مغرضو او پردي پالو رسنیو خبر خپور کړ چې نن د افغانستان اسلامي امارت د اوبو او انرژۍ د سرپرست وزير ملا عبداللطیف منصور د موټرو پر کاروان وسله وال برید شوی دی او یو ساتونکی یې شهید شوی دی؛ موږ دغه خبر په کلکه ردوو او داسې هېڅ ډول پېښه نه ده شوې او دا د افغانستان اسلامي امارت د دښمنانو پوچ او درواغجن تبلیغات دي.”
ويل شوي چې د اوبو او انرژۍ سرپرست وزیر نن د کابل د شکر درې ولسوالۍ د شاه او عروس بند ګټې ته سپارلو په مراسمو کې تر ګډون وروسته روغ رمټ بېرته کابل ښار ته راستون شوی او هېڅ ناوړه پېښه نه ده رامنځته شوې.