اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

سرور دانش د «افغانستان د عدالت او ازادۍ ګوند» بنسټ کېښود.

د دید خبري آژانس د خبر له مخې د اشرف غني پخواني مرستیال سرور دانش په دې وروستیو کې د «افغانستان د عدالت او ازادۍ ګوند» تر نامه لاندې ګوند جوړ کړی دی.


دغه ګوند د دوشنبې په ورځ (۲ لړم) یوه بیانیه خپره کړه او ویې ویل چې د «هر ډول تیري، استبداد او خیانت پر وړاندې د مقاومت په لاره او هدف» باور لري.
دغه سیاسي ګوند په خپله اعلامیه کې د تېرو پنځو لسیزو پرمختګونو ته اشاره کړې او ویلي یې دي، چې دغو شرایطو «د لرې او نږدې هېوادونو د مداخلو او منفي رقابت او د هغوی نیابتي جګړو ته زمینه برابره کړې او د نړیوالې ترهګرۍ او افراطي ډلې د رامنځته کېدو او ودې لامل شوي.»
په همدې حال کې سرور دانش تېر کال په خپله فیسبوک پاڼه «د افغانستان د اسلامي فدرالي جمهوریت د اساسي قانون مسوده» خپره کړه.
د ښاغلي دانش د نوي ګوند په اعلان کې خو په افغانستان کې د فدرالي نظام د پلان او غوښتنې په اړه څه نه دي ویل شوي.
د دغه ګوند غړو د افغانستان له اتباعو وغوښتل چې له «ظلم او استبداد» څخه د هېواد د خلاصون په موخه د افغانستان د عدالت او ازادۍ له ګوند سره یوځای شي.
په اعلامیه کې ویل شوي، چې دغه ګوند به «د یوه همغږي، متحد او ځواکمن محور سره» او «د اصولو، پلان او مشخص لیدلوري په چوکاټ کې» خپلې مبارزې ته دوام ورکوي.
دغه ګوند ویلي، چې ډېر ژر به خپلې موخې او پلانونه له خلکو سره شریک کړي.
دا دریم سیاسي جریان دی چې په افغانستان کې د جمهوریت له سقوط او د طا-لبانو له پوځي واکمنۍ وروسته په بهر کې رامنځ ته کیږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا