سره صلیب: ۱ میلیون ناروغانو ته روغتیايي خدمتونه رسېدلي
دید خبرې آژانس: د سره صلیب نړیوالې کمېټې په افغانستان کې بشري وضعیت کړکېچن ارزولی او په راتلونکي کال کې یې د روغتیایی خدمتونو، خوراکي توکو د مرستو او د کروندګرو د ملاتړ خبر ورکړی دی.
![](https://ps.didpress.com/wp-content/uploads/2025/02/صلیب-سرخ-1024x576.jpg)
د سره صلیب نړیوالې کمېټې په خپل راپور کې د افغانستان بشري وضعیت، د اوږدمهاله جګړو، اقتصادي ستونزو او طبیعي پېښو له امله ډېر کړکېچن ارزولې دی.
دې کمېټې په تېر زېږدیز کال کې څه باندې ۹۶۴ زره ناروغانو ته د افغاني سرې میاشتې د ۴۷ روغتیايي مرکزونو له لارې لومړني مراقبتونه وړاندې کړي دي چې ۶۵ سلنه یې ښځې او ماشومان دي.
دغه راز دې کمېټې ۳۱۲۳۷۱ ډوزه واکسین تطبیق کړی او د ۸۷۸۸ خوراځواکو ماشومانو درملنه یې کړې ده.
د سره صلیب نړیوالې کمېټې د ۲۰۲۴ کال روغتیايي خدمتونه:
د افغاني سرې میاشتې ټولنې د ۴۷ مرکزونو له لارې د ۹۶۴۲۵۹ ناروغانو لپاره د لومړنیو روغتیايي مراقبتونو وړاندې کېدل
د ۳۱۲۳۷۱ ډوزه واکسین تطبیق
د ۸۷۸۸ خوارځواکو ماشومانو درملنه
د فزیکي بیارغونې په ۷مرکزونو کې له ۲۱۵۲۷۴ ناروغانو سره مرسته
د ۳۲۵۳۱۳ فزیوتراپي غونډو جوړېدل
“یو ډاکټر، سید عبدالله احمدي وايي: د نړۍوال سره صلیب کمیټې خدمتونه له شکه پرته افغانستان کې اغیزمن دي او دې سازمان ته اړتیا ده چې نوره مرسته ترلاسه کړي، ځکه چې افغانستان اوس مهال د صحي خدماتو په وړاندې کولو کې په بحران کې دی.”
پر دې سربېره، سره صلیب په ۲۰۲۴ زېږدیز کال کې په هېواد کې ۱۵۵ پیغامونه د بندیانو او د هغوی د کورنیو ترمنځ تبادله کړي او د ماینونو د خطرونو په تړاو یې د عامه پوهاوي فعالیتونه ترسره کړي دي.
افغانستان له سختو اقتصادي ستونزو او طبیعي پېښو سره مخ دی، چې بشري وضعیت یې تر سخت اغېز لاندې راوستی. په دې لړ کې ، خیریه بنسټونو هڅه کړې، څو اړمنو ته مرستې برابرې کړي.