افغانستانروستي خبرونه

سخته: په افغانستان کې د بشري حقونو سرغړونه پراخه شوې


د بشر د حقوقو څیړنه او د عامه پوهاوي اوریدل په غور ولایت کې د والي حضور سره ترسره شوه .
په دې غونډه کې د هیواد په تیره بیا د غور ولایت د بشری حقونو وضعیت تر ارزونی لاندی را وستل وشوه.
د دید خبرګزاری په راپور سره ، د غور والي غلام ناصر خاضع وویل: “زموږ هیواد له ۴۰ کلونو راهیسې د جګړې په اورکی سو زیږي او د افغانانو په وړاندې د بشري حقونو سرغړونه پراخه شوې.
هغه استدلال وکړ چې د بشر د حقونو د پیښو د ګراف د راوستلو لپاره، ټول اړونده ارګانونه باید د قانون او مقرراتو سره سم عمل وکړي.
هغه یادونه وکړه چې د بشري حقونو سرغړونې په ملي کچه زیاته شوې، افغان حکومت د قربانیانو او ټپيانو د ژوندي پاتې کیدو لپاره د ځانګړي نورمونو سره سم، د نغدو پیسو مرستی ورته په نظرکې او دغه مرستې د هغوې په واک کې ورکړي .
د غور ولایت والي خلکو ته وویل: “زه تاسو درد ناکو خلکو ته ډاډ درکوم هغه څه چې د غور سمیزې ادار په توان کې دی چې د سیمه ایز حکومت ظرفیت په پام کې ونیسي چې د بې عدالتۍ په وړاندې دفاع وکړي او یا په کوم ډول د بشري حقونو څخه سرغړونه کیږې پر وړاندي په یی دریږم .
له بله پلوه د بشر د حقوقو د خپلواک کمیسون د مطبوعاتي دفتر مشر، محمد بلال صدیقي وویل: “موږ د دې لپاره کار کوو چې نوي حلونه ومومو او په ټولنه کی د بشري حقونو څخه سرغړونې له منځه یوسو.
هغه د حکومتي ادارو، مختلفو ارګانونو او د غور خلکو څخه غوښتنه وکړه ترڅو د بشري حقونو سرغړونو کمولو او له منځه وړلو لپاره یوځای کار وکړي.
دا د یادونې وړ ده چې غور ولایت یو له ولایتونو څخه دی چې د بشري حقونو سرغړونو پیښو ګراف په کې لوړ دی ږ
په دې ولایت کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالی پراخه پیښې، جګړو او تبعیض، د ډلو ، قومی او خپل منځی تاوتریخوالی په ثبت رسیدلې.

ژباړه : صدارالدین عابد

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا