اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورحکومتروستي خبرونهسیاستمهم مطالبګزارش

ستانکزی: طا-لبان له هېوادونو سره د ورته تعامل غوښتونکی دی

دید خبرې آژانس: د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی وايي چې، اسلامي امارت له ټولو هېوادونو سره د ورته تعامل غوښتونکی دی.

ښاغلي ستانکزي، د امام ابوحنیفه(رح) درېیم ملي او نړۍوال نندارتون پرانیستغونډه کې زیاتوي چې، سرپرست حکومت د متوازن سیاست پر بنسټ له ټولو هېوادونو سره مثبت تعامل غواړي.

شېر محمد عباس ستانکزی زیاتوي، هېچا ته به اجازه ورنه‌کړي چې، د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په دې هکله وویل:«موږ به هېچا ته اجازه ورنه‌کړو چې، د افغانستان خاوره د نورو د امنیت پر خلاف استعمال شي؛ خو په همدې ترتیب باندې بالمثل تعامل غواړو، هېچا ته اجازه نه‌ورکوو چې، زموږ په کورنیو چارو کې لاسوهنه وکړي او هېچا ته اجازه نه ورکوو چې، زموږ امنیت وګواښيي. موږ به له هغوی سره په کلکه او میړانه ودرېږو.

لکه څنګه مو چې، ناټو او امریکا ماته کړه، دغسې به له دغه خارجي ترهګرو، وارداتي ترهګرو چې، دلته یې نیابتي جګړې پيل کړي، له هغو سره هم مبازه کوو.»

د ښاغلي ستانکزي په خبره، په تېرو درېیو کلونو کې د اسلامي امارت ځواکونو ټولې هغه ترهګرې ډلې چې، په افغانستان کې د امریکا د حضور پرمهال شته وې، له‌منځه وړل شوې دي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال ټینګار کوي، چا ته به اجازه ورنه کړي چې، د هېواد امنیت ګډوډ کړي او د افغانستان خاوره د نورو هېوادونو پر ضد وکاروي.

شېر محمد عباس ستانکزی څرګندوي:«په دې درې کلونو کې، هغه ترهګرې ډلې، هغه ترهګر چې، د امریکایانو په وخت کې دلته موجود وو، هغه کابو ټول له‌منځه تللي دي، څو وخته مخکې هم تاسو د رسنیو له لارې واورېدل چې، د دوی یوه ډله ونیول شوه چې، د هغوی مرکزونه له افغانستانه بهر موجود وو.»

ورته مهال، د چارو ادارې عمومي رییس نورالحق انور وايي چې، اسلامي امارت په ګاونډیو، سیمې او د نړۍ په هېوادونو کې د سولې او ثبات غوښتونکی دی.

د چارو ادارې عمومي رییس په دې هکله وویل:«لکه څنګه چې، په خپل هېواد کې امن غواړي، د سیمې لپاره او د ټولې نړۍ لپاره امن غواړي، کوم نعمتونه چې، دوی اړتیا لري پر ځان باندې پېرزو ده؛ نو د نړۍ نورو مسلمانانو ته یې هم پېرزو ده.»

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال همداراز وايي، څو ورځې وړاندې د اسلامي امارت ځواکونو د ترهګرو یوه ډله نیولې وه چې، مرکزونو يې له افغانستانه بهر شتون درلود.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا