اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

ستانکزی: رسنۍ او وياندويان د هېواد يوه مهمه اړتیا ده

دید خبرې آژانس: د هېواد د بهرنیو چارو وزارت سياسي معين شېرمحمد عباس ستانکزي، د اطلاعاتو او کلتور وزارت له لوري د وزارتونو او مستقلو ادارو ویاندویانو ته د روزنيز سمينار په درېيمه ورځ/نن په اوسني عصر کې رسنۍ او وياندويان د هېواد يوه مهمه اړتیا بللې ده.

ښاغلي ستانکزي ويلي دي: “په اوسني عصر کې رسنۍ او وياندويان د ټولنې او هېواد اشد ضرورت دي. دا ډګر بايد ډېر پياوړی اوسي او له هر ډول حالاتو او شرایطو سره د مقابلې جوګه شي او وياندويان دې هڅه وکړي چې له خپل اړوند کاري چاپېريال سره سره، د هېواد او ټولنې په اړه هر اړخيز معلومات ولري.”

سياسي معين زياته کړې چې اسلامي امارت د هېواد آبادۍ، پرمختګ او ځان بساينې ته ژمن دی او وياندويان هم بايد د‌ هېواد د آبادۍ او پرمختګ خبرونه په وخت له رسنيو سره شريک کړي.

نورو ويناوالو هم په خپلو خبرو کې، د وياندويانو له لوري د پر وخت اطلاعاتو پر شريکولو ټينګار کړی او ويلي يې دي چې وياندويان بايد الهام بخښونکي او روحيه ورکوونکي معلومات له رسنیو او ولسونو سره شريک کړي او په وينا يې، د اسلامي امارت رسنيزه پاليسي پر ريښتينولۍ او اعتدال استواره ده.

هېره دې نه وي چې ياد څلور ورځنی روزنيز سمينار به سبا هم دوام وکړي او بېلابېلو استادانو له لوري د وياندويۍ او رسنيزې برخې اړوند معلومات په کې ګډونوالو ته وړاندې کېږي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا