ستانکزی: د هېوادونو د کیمیاوي او اټومي وسلو تولید د افغانستان اقلیم زیانمن کړی
دید خبرې آژانس: د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېر محمد عباس ستانکزي “په ۲۹ ام نړۍوال اقليمي کنفرانس کې د افغانستان د خلکو غږ تر عنوان لاندې د عدالت غوښتنې غونډه” کې وویل: «د لوېدیځو او صنعتي هېوادونو د کیمیاوي او اټومي وسلو تولید د افغانستان اقلیم زیانمن کړی.»
نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه، چې د افغانستان د اقلیم په زیانمېدو کې افغانان نه، بلکې نړۍوال ملامت دي.
ستانکزی وایي، چې د نړۍ قدرتونو د اټومي او کیمیاوي وسلو، الوتکو او ټانکونو په جوړولو سره د افغانانو ژوند خراب کړی دی.
د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال همداراز وایي، چې لومړی پخواني شوروي بیا ورپسې امریکا او ناټو پر افغانستان وسله وال یرغل وکړ او بېلابېلې وسلې یې پر افغانستان وازمایلې.
نوموړي دغه خبرې په داسې حال کې وکړې، چې د باکو د اقلیمي بدلونونو ناستې ته د طالبانو یو پلاوی د لومړي ځل لپاره بلل شوی دی.
د اقلیمي بدلونونو په اړه د ملګرو ملتونو کلنۍ غونډه د دوشنبې په ورځ د اذربایجان په پلازمېنه باکو کې پیل شوه.
د مخ پر ودې هېوادونو لپاره د مالي مرستو راټولول د دې غونډې اصلي موضوع ده.
افغانستان په نړۍواله کچه د اقلیمي بدلون له امله شپږم زیانمن هېواد بلل شوی دی او سږ کال بیا سېلابونو هم سلګونه کسان ووژل او زرګونه جریبه کرنیزې ځمکې یې زیانمنې کړې.
په ورته وخت کې افغانستان، چې تر ډېره په کرنه متکي دی، په تېرو څو لسیزو کې له سختې وچکالۍ سره هم مخ دی.
د طا-لبانو د چاپېریال ساتنې ملي ادارې مسوولانو څه موده مخکې وویل، چې د اقلیمي بدلون زیانونو په هېواد کې ۲،۵ میلیونه خلک بې ځایه کړي، کروندګرو ته په کلني ډول ۲۵۰ میلیونه ډالره زیان رسوي او ۲۱ میلیونه وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.
طا-لب چارواکو په وار – وار سره له نړۍوالو غوښتي، چې د اقلیمي بدلون سره د مبارزې په برخه کې دې ورسره سیاسي چلند نه کوي.
یاده ډله وایي، چې د اقلیمي بدلون په رامنځته کولو کې د افغانستان رول په نشت حساب دی؛ خو د دې پدیدې له ناوړه اغېزو څخه ډېر اغېزمن هېواد دی.