اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

ستانکزی: د نجونو پر تعلیم بندیز د اقتدار د زوال نښه ده

دید خبرې آژانس: د تېر جمهوري نظام د ملي امنیت پخواني ریيس معصوم ستانکزي د طا-لبانو له لورې د ښځو او نجونو پر تعلیم د بندیز دوام د اقتدار د زوال نښه ګڼلې او ویلي، یې دي چې د اسلامي اجماع اساس عدالت او تعلیم دی.

معصوم ستانکزي په خپل اېکس کې لیکلي: «د افغانستان د مسلمان ملت غوښتنه د اسلامي نړی اجماع او د یوه اسلامي نظام اساسي بنیاد عدالت او تعلیم ده او ‌د هېواد پتمنو ښځو او نجونو دا حق باید اعاده شی . یو شخص عقل کل نه شی کېدلی، چې د خپلو خلکو د اسلامي نړۍ اجماع خلاف روان وي. د شخصی اقتدار اوج د زوال علامه ده .»

تر دې وړاندې د ننګرهار پخواني والي ضياالحق امرخېل هم د ښځو او نجونو د تعلیم په اړه محدودیتونو ته اندېښنه ښکاره کړې وه او ویلي یې وو، چې دغه چاره به په هیواد بدې منفي پایلې ولري.

امرخېل د یکشنبې په ورځ پر خپله اېکس خواله رسنۍ لیکي وو « یوه اونۍ په یوه اسلامي وطن کې وم. ډېره راته دردوونکې وه چې کله مې اسوده، سوکاله او په پوره خوشالۍ تعليمي مرکزونو ته د نجونو تګ راتګ لیده او بیا مې د خپل هېواد له محرومو خویندو او لوڼو سره پرتله کاوه، چې د بېلابېلو تنګسیاوو او ستونزو با وجود يې د یوې روښانه راتلونکې لپاره په شوق زده کړې کولې، خو ترې محرومې کړای شوې».

هغه زياته کړې، چې د طا-لبانو له واکمنۍ شاوخوا څلور کاله تېرېږي، خو د پوهنې مسالې ته پوره پاملرنه نه ده شوې.

په هېواد کې د طا-لبانو بیا واکمنېدو سره په ښځو سخت بندیزونه ولګول شول، د دوی پر وړاندې د تعلیم دروازې وتړل شوې، د کار کولو حق ترې واخیستل شو او تفریحي ځایونو ته په تګ یې بندیزونه وضع شول.

د افغان ښځو او نجونو پر وړاندې د تعلیمي بندیزونو وروستی ګوزار د طب په نیمه زده کړو وو، چې څه وخت وړاندې ترسره شو او هغه نجونې چې په طبي انسټیټیونو کې په زده کړو بوختې وې له زده کړو منع شوې

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا