ستانکزی: د لویدیځ پر وړاندې باید د کابل او تهران اړیکې پیاوړې شي
دید خبرې آژانس: د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال وايي، لویدیځه نړۍ د افغانستان او ایران پر وړاندې وسله واله؛ نه بلکې اقتصادي جګړه پر مخ وړي.
شېر محمد عباس ستانکزي د امریکا او ناټو پر وړاندې د سیمې هېوادونو پر یووالي ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې د کابل او تهران ترمنځ باید اړیکې تر بل هر وخت پراختیا ومومي.
د ښاغلي ستانکزي پر باور، هغوی د افغانستان او ایران ګډ دښمنان دي، نو له همدې امله د کابل او تهران اړیکې باید لا ژورې شي.
د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین وايي: «امریکا او لوېدیځه نړۍ، په ځانګړې توګه ناټو، زموږ پر وړاندې په وسلهواله جګړه کې نه دي، خو په سیاست او اقتصاد کې له موږ سره په جګړه کې دي. دوی د ایران اسلامي جمهوریت پر وړاندې هم همدغه کړنلاره او چلند لري، نو ځکه زموږ او ستاسو دښمن یو دی. دواړو هېوادونو ته لازمه ده چې خپلې دوستانه اړیکې ژورې او نږدې کړو.»
ښاغلی ستانکزی زیاتوي چې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو تر وتلو مخکې د هېواد په ولایتونو کې د جګړو له امله هره ورځ له ۲۰۰ تر ۳۰۰ پورې کسان وژل کېدل، خو اوس چې اسلامي امارت واک ته رسېدلی، د جګړې له امله مرګ ژوبله درېدلې ده.
نوموړی دغه راز د افغانستان او ایران ترمنځ پوله د سیمې تر ټولو خوندي پوله ګڼي.
هغه زیاته کړه: «اوسنۍ پوله چې د ایران او اسلامي امارت ترمنځ ده، زما د معلوماتو لمخې شاوخوا ۹۰۰ کیلومټره اوږدوالی لري او دا د دوه مسلمانو هېوادونو له خوندي پولو شمېرل کېږي، چې په هغې سیمه کې لویې پېښې نه دي رامنځته شوي.»
په کابل کې د ایران له نوي سفیر سره د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مشرتابه پلاوي غونډه تېر ماسښتن په کابل کې وشوه.