اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبګزارش

ستانکزی: د حکومت او رسنیو ترمنځ باید واټن نه‌وي

دید خبرې آژانس: د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزی نن (چهارشنبې)، په علومو اکاډمۍ کې په یوه سیمینار کې، په هېواد کې د حکومت او رسنیو ترمنځ د واټن پر لرې کولو ټينګار کړی دی.

بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرسیتال د علومو اکاډمۍ د «اسلامي نظام په پیاوړتیا کې د رسنیو رول» تر سرلیک لاندې سیمینار کې له سرپرست حکومته غوښتي چې، په هېواد کې د رسنیو د لا پياوړتیا لپاره له هغوی سره همکاري وکړي.

د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال په دې هکله وايي:«دلته واټن او فاصله د رسنۍ او حکومت ترمنځ نه‌وي. حکومت او رسنۍ باید سره یو وي؛ نو ددې لپاره، زموږ د اطلاعاتو او کلتور وزارت او هغو ملګرو ته چې،  »

 ورته مهال، د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو مرستیال حیات‌الله مهاجر فراهي په دغه سیمینار کې، له رسنیو سره د همکارۍ ډاډ ورکړ.

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو مرستیال په دې هکله وویل:«موږ هېڅکله له رسنیو سره د تقابل لار نه‌ده غوره کړې. د رسنیو لپاره مشخص ادرس موجود دی او د اطلاعاتو او کلتور وزارت دروازه د رسنیو پر مخ پرانیستې ده.»

دا په داسې حال کې ده چې، تر اوسه د هېواد د رسنیو اړوند قوانین نه‌دي تصویب شوي.

تر دې مخکې د اطلاعاتو او کلتور وزارت سرپرست د روان هجري لمریز کال د لړم د میاشتې په شپږمه نېټه په پکتیا کې له خبریالانو سره په خبرو کې ویلي و چې، د رسنیو پخوانی قانون له شریعت او د اسلامي امارت له اصولو سره سم دی او له ډېرو کمو بدلونونو سره به رسنیو ته په واک کې ورکړل شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا