افغانستانروستي خبرونهسیاست

ستاسې له ورتګ سره به انګېزه، مدیریت، تعهد او خوځښت راشي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور ريیس محمداشرف غني نن ماښام د هیواد د ولسوالیو د ۱۰۰ تنه نویو مقرر شویو امنیه قومندانانو د معرفي په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.


د ارگ د راپور له مخی، په دغو مراسمو کې چې په سلامخانې ماڼۍ کې جوړ شول د جمهوررئیس لومړي مرستیال، د ملي امنیت سلاکار او د امنیتي او دفاعي سکتور مسوولینو حضور درلود، په پیل کې د ملي امنیت سلاکار ډاکټر حمدالله محب وویل، د جمهوررئيس پر لاښوونه د ولسوالیو د امنیه قومندانانو د ارزونې په موخه یوه کمېټه موظف شوه.
هغه زیاته کړه، په لومړي پړاو کې د یوې شفافې پروسې له لارې ۱۰۰ تنه بریدملان او افسران انتخاب او تثبیت رتبه شول.
د ملي امنیت سلاکار نویو مقرر شویو امنیه قومندانانو ته په خطاب کې وویل، تاسې برحقه مبارزه مخته وړئ، ستاسې د کړنو تصویر د جمهوریت تصویر دی، موږ او تاسې د افغانستان اسلامي جمهوريت تر مشروع نظام لاندې هیواد او خلکو ته خدمت کوو.
وروسته د ملي امنیت شورا دفتر امنیتي سکتور د رهبرۍ انکشاف او تزکیې رئیس ضیا عاصي د یادو ګمارل شویو قومندانانو د ټاکلو په موخه د تخنیکي کمېټې په اړه معلومات ورکړل وې ویل، د جمهوررئیس د قاطع او صریحې لارښوونې پر بنسټ د ۲۵۸ ولسوالیو امنیه قومندانیو د رهبرۍ د تغییر کار پیل شو او کمېټې له ۴۵ ورځې کار او د کابو ۶۰۰ تنو بریدملانو او ارشد افسرانو له ارزونې وروسته، ۱۰۰ تنه بریالي وارزول او په ۲۹ ولایتونو کې امنیه قومندانان تعیین شول.
ورپسې د نویو مقرر شویو قومندانانو په استازیتوب سیدجلال سادات د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندان له باور مننه وکړه وې ویل، د خلکو سره به زموږ کړنې، اجراات او همغږي، په خپله له خلکو واورئ.
هغه زیاته کړه، د هیواد د ريښتینو بچیو په څېر مو خپلې دندې په هر ډول شرایطو کې ترسره کړي او د قانون د نافذولو، د خلکو د مال او ځان د دفاع او دوی ته د هوسا ژوند زمینې برابرولو په برخه کې به هیڅ راز هڅې درېغ نه کړو.
وروسته د جمهوررئیس لومړي مرستیال امرالله صالح وویل، نن په واقعي ډول ویاړلې او کمیابه موقع برابره شوې ده. هغه زیاته کړه، انګېزه، سوق او اداره او امکانات درې مهم عناصر دي چې ستاسې د بریالیتوب لامل ګرځي او باید دغه عناصر په جدي توګه په پام کې ونیسئ.
امرالله صالح زیاته کړه، تاسې باید په خپلو کارونو کې تعادل په پام کې ولرئ، د ټولنې له هر پاړکي سره نېک چلند وکړئ، اراضي وپېژنئ او د دښمن په ماتولو او شاتمبولو کې له خلکو سره همغږي شئ.
د جمهوررئیس لومړي مرستیال دوی ته په خطاب کې وویل، د ولسوالۍ په حدودو کې مه پاتې کېږئ او پر کلیو او بانډو پانګونه وکړئ. تاسې د جمهوررئیس او نظام استازي یاست، د خلکو قضاوت ستاسې د کړنو پر بنسټ دی.
جمهوررئیس غني د دوی د خبرو له اورېدو وروسته د ولسوالیو نویو مقرر شویو قومندانانو ته په خطاب کې وویل، ولسوالیو ته به ستاسې په ورتګ سره، هلته داسې انګېزه، مدیریت، تعهد او خوځښت راشي چې د افغانستان په تاریخ کې به بېساری وي.
جمهوررئیس زیاته کړه: تاسې په دې خاطر انتخاب شوي یاست چې له زړه نه پر هیواد باورمند یاست او قربانۍ مو ورکړي دي. ملت تعهد او سرښندنه غواړي او تاسې متعهد او سرښندونکي بچیان یاست.
جمهوررئیس وویل، ستاسې هویت به یواځې ملي هویت وي او باید ولس ته مو غېږ پرانیستي وي، په خپل ورتګ سره مو چاپېریال ته مثبت بدلون ورکړئ. هغه د امنیتي او دفاعي سکتور مسئولینو ته لارښوونه وکړه چې یادو قومندانانو ته پاملرنه او له دوی سره دوامدار تماس ولري.
همدا راز جمهوررئیس څرکنده کړه، د ۱۰۰ ولسوالیو امنیه قومندانانو په ورتګ سره به د افغانستان ملي پانګه په کار راشي او په هر اړخیزه توګه د افغانستان اعمار ته زمینه برابریږي.
جمهوررئیس د خپلو خبرو په پای کې په ټینګار سره وویل، تاسې د وسله وال پوځ د اعلی سرقومندان ملاتړ له ځان سره لرئ او ثابته کړئ چې هیوادوالو سره نرم او دښمنانو ته فولادي سوک یاست.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا