سالنګ لویه لار به د مرغومي تر ۴مې د لویو موټرو پر مخ تړلې وي
دید خبرې آژانس: د ټولګټو وزارت وايي د سالنګ لویې لار د دوو اوونیو لپاره د لویو مسافر وړونکو موټرو تګ راتګ پر وړاندې تړلې شوې ده.
د دغه وزارت ویاند وايي دا پرېکړه یې د ورستۍ واورې ورېدنې له امله کړې چې په فرعي مسیر کې د ترافیکو تګ راتګ کچه محدوده شوې ده.
د ټولګټو وزارت ویاند، محمد اشرف حق شناس زیاته کړه: «د ګرانو هېوادوالو د ژوند او مال د خوندي ساتلو او د ناوړه پېښو د مخنیوي په موخه، د سالنګ لویه لار د روان کال د مرغومي تر ۴مې پورې د لویو مسافر وړونکو موټرو لکه ۳۰۳، ۴۰۴، ۵۸۰ او نورو لویو مسافر وړونکو او بار وړونکو وسایطو پر مخ تړلې پاتې کېږي.»
ورته مهال ځینې موټر چلوونکي او مسافرین وايي د ژمي موسم او ورښتونو پرمهال د سالنګ فرعي مسیرونو کې د تګ راتګ له امله به له جدي ستونزو سره مخ شي.
دوی د سرپرست حکومت له مسوولینو غواړي چې د درنې واورې له ورېدو وړاندې ددې لویې لارې جوړولو چارې بشپړې کړي.
موټر چلوونکی، عبدالله په دې اړه وايي: «زه ۳۶ ساعته په سفر کې وم، او لاره ډېره خرابه او سخته ده. دا د خلکو لپاره یو لوی مشکل دی. د سالنګ لویه لاره تېر کال هم تړل شوې وه؛ که دا ستونزه حل نه شي، موږ به په پسرلي او ژمي کې له ډېرو ننګونو سره مخ شو.»
رحمتالله، یو مسافر، وویل: «د سالنګ لاره لنډه ده؛ خو د شیبر لاره ډېره لرې ده او د سالنګ د لارې د شته ستونزو له امله موږ اړ شو چې له دې لارې استفاده وکړو.»
له دې سره هممهاله د ټولګټو وزارت له ټولو هېوادوالو او حکومتي ادارو کارکوونکو غوښتي چې د سالنګ لویي لارې له مسوولینو او کارکوونکو سره همکاري وکړي.
تر دې وړاندې د ټولګټو وزارت مسوولینو ویلي وو چې سالنګ لسمې ګالرۍ او ځینو برخو کې کار روان دی او د ژمي موسم را رسېدو وړاندې به یې چارې بشپړې شي.