اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثروستي خبرونهسیاست
سالنګ له څلورو ورځو وروسته پرانیستل شو
د دید خبري آژانس د خبر له مخې، د فواید عامې وزارت اعلان کړی، چې نن سهار د سالنګ لویه لار د موټرو د تګ راتګ پر مخ خلاصه شوه.
دغه لویه لار له تېرو څو ورځو راهیسې د سختو واورو او بارانونو له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوې وه.
د فواید عامې وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس نن دوشنبه (د کب ۱۴ مه) وویل: په سالنګي کې هوا یو څه ورېځ ده او د واورې د ورېدو امکان شته.
هغه زياته کړه چې د سالنګ تونل ته څېرمه په ځينو سيمو کې د واورې لوړوالى تر درې مترو پورې رسېدلى او تر دې دمه پر دې لارې ٢٩ واوره ورېدلې ده.