اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستمهم مطالب

سالارزي: د طا-لبانو څرګندونې د اعتبار وړ نه دي

دید خبرې آژانس: په بلجیم کې د افغانستان سفیر نظیف الله سالارزي د طا-لبانو د هغه خبرپاڼې په غبرګون کې په د افغانستان سفارتونو کې کونسلي خدمتونو د بندولو په اړه چې د تېر حکومت د ډیپلوماټانولخوا وړاندې کېږي، ويلي چې د طا-لبانو خبرپاڼه «مشروعيت نه لري .»

په بلجیم کې د افغانستان سفیر پرون(سه شنبه، د زمري ٩مه) په بليجيم کې مېشتو افغانانو ته پر اېکس ليکلي: «په بلجیم کې ستاسو سفارت د هر ډول سیاسي فعالیت او کوربه هیواد سره د خدماتو وړاندې کولو لپاره اعتبار او مشروعیت لري.»

هغه ټینګار وکړ چې د سفارت چارې به د پخوا په څېر دوام ولري.

دا په داسې حال کې ده، چې د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزارت وايي، په لوېدیځو هېوادونو کې د افغان ډیپلوماټیکو ماموریتونو کونسلي خدمتونه د دوى لپاره د منلو وړ نه دي.

د طا-لبانو د بهرنیو چارو وزارت په یوه خبرپاڼه کې راغلي چې دوی د هغه اسنادو او کونسلي خدمتونو په وړاندې چې د  لندن، بلجیم، برلین، بن، سویس، اتریش، فرانسه، ایټالیا، یونان، پولنډ، سویډن، ناروې، کاناډا، اسټراليا او نورو لوېديځو هېوادونو لخوا وړاندې کېږي، هېڅ مسٶليت نه لري.

په دغو هېوادونو کې ډيپلوماتيک ماموريتونو چې پخواني حکومت ډيپلوماټانو له خوا پرمخ وړل کېږي، ويلي چې د مشروعيت د نه لرلو له امله د طا-لبانو امر نه مني.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا