اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

سادات: امریکا باید د افغانانو مقاومت په رسمیت وپيژني

دید خبرې آژانس: د افغانستان د پوځ مخکینی قوماندان سمیع سادات له ټرمپ او هریس وغوښتل چې د ټاکنو تر ګټلو وروسته دې د طا-لبانو په وړاندې د افغان ډلو له مقاومت سره مرسته وکړي.

هغه وويل: «موږ ستاسو سرتېرو ته اړتيا نه لرو، زموږ سیاسي ملاتړ وکړئ.»

د افغانستان انترنشنال د خبر له مخې، هغه زیاته کړه: «موږ اړتیا لرو چې تجهیزات واخلو، موږ تخنیکي او مالي مرستو ته اړتیا لرو چې د طا-لبانو رژیم نسکور کړو او نوی نظام جوړ کړو.»

سادات له ډیلي میل سره په یوه مرکه کې چې د یکشنبې په ورځ خپره شوه وویل چې د طا-لبانو په بریا کې د اوباما او بایډن تګلارې مهمې وې او د امریکا اوسنی ولسمشر یې تورن کړ چې د افغانستان په اړه «سپکونکی او بې پروا» نظر لري.

اوباما په ۲۰۰۹ کال کې واک ته له رسیدو وروسته د طا-لبانو د ځپلو لپاره د عسکرو د زیاتولو او بیا په ۲۰۱۴ کال کې د عسکرو د ایستلو پلان اعلان کړ. په هغه پسې ټرمپ بیا له طا-لبانو سره په ۲۰۱۴ کال کې له افغانستانه د وتلو هوکړه وکړه او بایډن هغه عملي کړه.

سادات وویل، د امریکا چلند د دې لامل شوی چې طا-لبان له افغان حکومت سره د سولې پر ځای له هېواده د امریکايي ځواکونو وتلو ته انتظار وباسي.

د افغان پوځ د ځانګړو ځواکونو مخکینی قوماندان وايي، بایډن د خپلو جنرالانو هغه خبرداري له پامه غورځولي چې په افغانستان کې د پوځي شتون ساتل به د القاعدې او داعش د بیا راپورته کېدو مخه ونیسي.

د سینټکام قوماندان جنرال فرانک مکینزي له بایډن وغوښتل چې لږ تر لږه ۲۵۰۰ سرتیري په افغانستان کې وساتي چې د افغان پوځ او حکومت د پرځیدو مخه ونیسي.

سادات وايي، اوس هغه ترهګرې ډلې چې امريکا يې له منځه وړل غوښتل، بيا وده کړې او د امريکا پر ګټو د بريد ګواښ ورځ په ورځ زياتېږي.

د افغانستان د پوځ مخکینی قوماندان هیله من دی چې د امریکا راتلونکې اداره به د طا-لبانو ضد ځواکونو ملاتړ وکړي.

سادات وويل: «د افغانانو له مقاومت ملاتړ وکړئ. موږ ستاسو سرتیرو ته اړتیا نه لرو، موږ په هیواد کې ستاسو نظامي شتون ته اړتیا نه لرو، موږ یوازې سیاسي ملاتړ او د ازادۍ لپاره زموږ د مبارزې په رسمیت پیژندلو ته اړتیا لرو.»

هغه زیاته کړه چې په ۲۰۲۰ کال کې له طالبانو سره د امریکا هوکړې«ترهګرۍ عادي کړه» او له دې ډلې سره یې د ګاونډیو هېوادونو لکه ایران لپاره د همکارۍ او جوړجاړي دروازه پرانیستله چې ګټه ترې واخلي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا