زېلنسکي د شمالي کوریا پر بندي سرتېرو تبادلې ته چمتو دی
دید خبرې آژانس: زېلنسکي وایي، چمتو دی چې د شمالي کوریا سرتیري له روسیې سره پر اوکرایني بندیانو تبادله کړي.
رویټرز خبري اژانس راپور ورکړی چې، د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلنسکي د یکشنبې پر ورځ ویلي، که د شمالي کوریا رهبر، کېم جونګ اون د هغو اوکرایني بندیانو په بدل کې چې په روسیه کې بندیان دي، د تبادلې لار برابره کړي، نو کییف چمتو دی چې د شمالي کوریا نیول شوي سرتېري هغه ته وسپاري.
زېلنسکي پر اېکس لیکلي: «د شمالي کوریا د نیول شوو لومړنیو سرتېرو سربېره، شک نشته چې نور به هم ونیول شي. دا یوازې د وخت خبره ده چې زموږ ځواکونه نور سرتیري هم ونیسي.»
زېلنسکي د تېرې شنبې پر ورځ ویلي، اوکراین د روسیې د کورسک په سیمه کې دوه شمالي کوریايي سرتېري نیولي دي.
دا لومړی ځل دی چې اوکراین اعلان کوي چې په دغه درې کلنه جګړه کې یې د شمالي کوریا سرتېري ژوندي نیولي دي.
د اوکراین او لویدیځې ارزونې ښيي چې د روسیې د متحد هېواد شمالي کوریا شاوخوا ۱۱,۰۰۰ سرتېري د کورسک په سیمه کې د مسکو د ځواکونو د ملاتړ لپاره ځای پر ځای شوي دي چې روسیه بیا نه د دوی حضور مني او نه یې هم ردوي.
زېلنسکي په دې وروستیو کې ویلي، د روسیې او شمالي کوریا ځواکونو ته یې درانه تلفات اړولي دي.