اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

زهیر: طا-لبان نورو ته سپکاوی کوي

دید خبرې آژانس: د بامیانو پخواني والي طاهر زهیر د طا-لبانو چلند ته په اشارې سره په خپله ایکس پاڼه یوه یادښت کې لیکلي: «څه چې نن ورځ په هیواد کې روان دي په ښکاره ډول د کرکې کښت دی.»

ښاغلي زهیر زیاته کړه: «د ژبې، مذهب او توکم له امله د خلکو سپکاوی د کرکې له امله کېږي.»

د بامیانو پخوانی والي، چې د طا-لبانو پر وړاندې له وسله والې مبارزې وروسته له افغانستانه وتلی، په دې باور دی، چې ننني چارواکي او کسان یې «په خپل چلند او خبرو نورو ته سپکاوی کوي.»

هغه په ایکس پاڼه کې په یوه بل یادښت کې لیکلي و چې «په یو توکمیز هیواد کې، شخړې هغه وخت پیلیږي کله چې یو څوک خپله قبیله بادار او نور قومونه غلامان ګڼي.»

په دغه یادښت کې ښاغلي زهیر د طالبانو توکمیز چلند ته په اشارې سره د «استبدادي» اصطلاح هم کارولې او لیکلي یې دي چې دغه ډله د خپلې توکمیزې واکمنۍ د ټینګولو لپاره «دین» د یوې «وسیلې» په توګه کاروي.

هغه زیاته کړه: «ټولې هڅې روانې دي چې د قبایلو قومونو ته قناعت ورکړي او دا ومني چې د واکمنو خلکو ګټه هم د دوی په ګټه ده.»

د باميانو پخواني والي دې ته په اشارې چې په ډيکتاتوري نظامونو کې د خلکو او حکومت تر منځ اړيکې «ويره» ده، ليکلي يې دي چې «ويره د زور له لارې رامنځته کېږي. د ټوپک او تاوتریخوالي کول تر نورو ژر خلک تابع کوي.»

هغه خبرداری ورکړ چې «ویره او وحشت به یوه ورځ پای ته ورسیږي او تاوتریخوالی به بې ارزښته او بې اغیزې شي.»

طا-لبان په ټوله کې پښتانه دي، او په حکومت کې یې د نورو توکمونو لږ شمیر خلک په منځنۍ او ټیټه کچه په کار ګومارلي.

دغې ډلې د جنسیت له امله پر ښځو د کار کولو بندیز هم لګولی او د هغوی پر ټولنیز ژوند یې سخت بندیزونه لګولي دي.

طا-لبانو کورنیو او نړیوالو اعتراضونو ته پام نه دی کړی چې د چارو په مدیریت کې د نورو قومونو او ښځو ونډه یې محدوده کړې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا