اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاست

زموږ هویت غوښتنې د بیلتون غوښتنې معنی نلری !

د‌ قوم پیژندنه په‌ رسمي ډول سره د هر وګړي اصلي او اساسي حقوق شميرل کيږي. وګړي حق لري چې په خپل قوم باندې وپیژندل شي، او پدې هکله هيڅ ډول حقوقي او قانوني مخنیوي نشته.

د‌ قوم پیژندنه په‌ رسمي ډول سره د هر وګړي اصلي او اساسي حقوق شميرل کيږي. وګړي حق لري چې په خپل قوم باندې وپیژندل شي، او پدې هکله هيڅ ډول حقوقي او قانوني مخنیوي نشته.
همدارنګه اساسي قانون په هيواد کې د‌ميشتو قومونو په تساوي او برابروالی ټینګار کوي. د دې تر څنګ د افغانستان قومونه حق لري تر څو په سیاسي نظام کي خپل ځای ولري. د قومونو برخه اخيستل په دولت او ټولو سطحو کې د‌دولت حاکميت او تصميم نيول قوي کوي. له همدې امله، دولت د اجرائیوي ارګان په توګه مسؤلیت لري چې د قومونو د اتباعو مشروع او قانوني حقونو ته پاملرنه وکړي.
د همدې لپاره ، د افغانستان بیات قوم د جلالتماب ولسمشر ډاکټرمحمد اشرف غنی څخه غوښتنه لري چې داسې يو فرمان صادر کړي ترڅو د افغانستان بیات قوم نوم په‌ بريښنايي پاڼو کې درج شي او د بيات قوم علمي کدرونو ته زمينه برابره شي چې په بیلا بیلو کچو د افغانستان خلکو ته خدمت وکړي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا