اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

زلمي رسول؛ په انګلستان کې زمونږ کونسلي او ډیپلوماټیک خدمتونه دوام لري

دید خبرې آژانس: په بېلابېلو هېوادونو کې د افغانستان د ۱۴ سفارتونو د اعتبار لغوه کولو په اړه د طا-لبانو د پرېکړې په غبرګون کې، په انګلستان کې د افغانستان سفیر زلمي رسول ټینګار کړی، چې د سفارت کونسلي او ډیپلوماټیک خدمتونه له ځنډه پرته دوام لري.

ښاغلي رسول پرون (سه شنبه، زمري٩)  په یوه خبرپاڼه کې ويلي چې په انګلستان او اېرلنډ جمهوریت کې د افغانستان سفارتونه د پخوا په څیر فعالیت کوي.

په انګلستان کې د افغانستان سفیر ټینګار وکړ چې دوی د افغانانو «د حقونو او ګټو ساتنې ته ژمن» دي.

تر دې مخکې په بلجیم کې د افغانستان سفارت هم د طا-لبانو دا خبرپاڼه رد کړې وه او ویلي یې وو، چې دا «مشروعيت» نه لري.

دا غبرګونونه په داسې حال کې کېږي چې طا-لبانو  وزارت اعلان وکړ چې دوی د هغه اسنادو او کونسلي خدمتونو په وړاندې چې د  لندن، بلجیم، برلین، بن، سویس، اتریش، فرانسه، ایټالیا، یونان، پولنډ، سویډن، ناروې، کاناډا، اسټراليا او نورو لوېديځو هېوادونو لخوا وړاندې کېږي، هېڅ مسٶليت نه لري.

په دغو هېوادونو کې ډيپلوماتيک ماموريتونو چې پخواني حکومت ډيپلوماټانو له خوا پرمخ وړل کېږي، ويلي چې د مشروعيت د نه لرلو له امله د طاږلبانو امر نه مني.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا