اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

رییس‌الوزرا له اسلامي نظام څخه د خلکو پر ملاتړ ټينګار وکړ

د سرپرست حکومت، رییس‌الوزرا ملا محمد حسن اخند له اسلامي نظام څخه د خلکو پر ملاتړ ټینګار کړی ده.

رییس الوزرا په خپل اختریز پیغام کې د اوسني نظام د پیاوړتیا او ساتنې لپاره د خلکو ملاتړ او همکاري خورا مهمه بللې ده.

رییس‌الوزرا همدارنګه د سرپرست حکومت له چارواکو غوښتي چې، له هېوادوالو هېڅ ډول مرستې ونه سپموي.

د اسلامي امارت ویاند ذبیح‌الله مجاهد، د ملامحمد حسن اخند د اختریز پيغام په تړاو داسې وايي:«له نظامه د ملاتړ په برخه کې د خلکو همکاري ډېره وي. په امنیتي، اقتصادي او د هېواد په بیارغونه کې باید همغږي ډېره وي.»

بل خوا پخواني ولسمشر حامد کرزي او په تېر حکومت کې د ملي مصالحې عالي شورا رییس عبدالله عبدالله په بېلابېلو اختریزو پیغامونو کې له شپږم ټولګي پورته د نجونو پر مخ د ښوونځیو او پوهنتونونو د دروازو د خلاصون غوښتنه کړې او ویلي دي چې، د هېواد پرمختګ او ابادي په یووالي کې دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا