برگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍګزارش

ریچارډ بېنټ د شپږ ورځنی سفر لپاړه کانادا ته تللي

دید خبرې آژانس: د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ځانګړي راپور ورکوونکي نن (یکشنبې) د اکټوبر په شلمه کاناډا ته خپل شپږ ورځنی سفر پیل کړ.

په دغه سفر کې ریچاډ بېنټ له کاناډایي چارواکو سره د افغانستان د بشري ناورین په تړاو د خبرو کولو او د افغانانو د بشري حقونو د دفاع  لپاره د کاناډا د همکارۍ د لارو چارو د موندلو لپاره د کاناډا اتاوا او ټورنټو ښارونو ته ځي. د بشري حقونو له مدافعانو، افغان پناه غوښتونکو، خبریالانو او د مدني ټولنې د سازمانونو له غړو سره کتنه د نوموړي د دغه سفر له نورو موخو دي.

 د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ویلي:«ځانګړی راپور ورکوونکی به د کاناډا د دولت له استازو سره د کتنې لپاره اوټاوا ته سفر وکړي. هغه به ټورنټو ته هم ولاړ شي. هغه به د هغو کډوالو په ګډون چې، د ۲۰۲۱ کال په اګست میاشت کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته په کاناډا کې مېشت شوي، د افغانانو له بېلابېلو ډلو سره وګوري.»

دا د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا له لوري د ریچاډ بېنټ د یو کلن ماموریت له غځېدو وروسته، په روانه زېږدیزه میاشت کې د هغه لومړی سفر دی.

طا-لبان کاناډا ته د ښاغلي بېنټ د سفر په تړاو څه نه‌دي ویلي؛ خو تر دې وړاندې د اسلامي امارت ویاند د افغانستان د وضعیت په تړاو د ښاغلي بېنټ څرګندونې مغرضانه بللې وې.

ښاغلی بېنټ د افغانستان د بشري حقونو د وضعیت په تړاو په داسې حال کې کاناډا ته خپل سفر پیلوي چې، تر دې وړاندې اسلامي امارت افغانستان ته د بېنټ پر راتلو بندیز لګولی و.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا