اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

ریچارډ بنټ: په افغانستان کې له ښځو سره د جنسیتي توپیر له مخې تاوتریخوالی مخ په ډېرېدو دی

دید خبرې آژانس: د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړی راپور ورکوونکی وايي،‌ په دغه هېواد کې د بشري حقونو وضعیت مخ په خرابېدو دی او له ښځو سره د جنسیتي توپیر له مخې تاوتریخوالی مخ په ډېرېدو دی.

ریچارډ بنېټ د ناروې په یوه فکري مرکز کې په یوه بحث کې ویلي، چې طا-لبانو په عام محضر کې د حد او قصاص لړۍ هم زیاته کړې ده.

نوموړی وايي، طا-لبان د خپلې خوښې د حجاب د اغوستلو په اړه قوانین په جدي توګه تعقیبوي او تر ډېره نجونې او ښځې په نښه شوې دي.

ښاغلي بنېټ په بحث کې چې د «چیوتیا» فکري مرکز له لوري ویډیو یې د سې شنبې په ورځ خپره شوې ویلي، اوس‌مهال افغانستان د نړۍ یوازینی هېواد دی چې نجونې په کې له شپږم تولګي پورته او پوهنتون کې له زده‌کړو منعه شوې دي.

د نوموړي په اند، “د ښځو پر کار کولو سخت بندیز” له امله هم افغانستان په نړۍ کې یوازینی هېواد دی چې ښځې په کې د کار حق نه لري.

د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکووونکي زیاته کړه، کله چې طا-لبانو په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ښځینه کارکوونکو ته وویل چې په کور کې پاتې شي او کار دې نه کوي، دا امر نه یوازې “حیرانوونکی” و؛ بلکې د ملګرو ملتونو له منشور څخه هم سرغړونه وه.

ریچارد بینیټ وايي، د ملګرو ملتونو لپاره اړینه وه چې په دې برخه کې یې باید له طا-لبانو سره مقابله کړې وای.

ښاغلي بنېټ زیاته کړې، چې په نورو نړۍوالو موسسو کې د ښځو د نه ګومارلو امر په افغانستان کې له محدودو استثناوو سره عملي کېږي.

د افغانستان لپاره د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپور ورکوونکی د طا-لبانو له لوري جنسیتي پالیسي نه يوازې «جنیسیتي توپير» بولي؛ بلکې دا د بشریت ضد جرم هم ګڼي.

د ملګرو ملتونو دغه چارواکي ویلي، چې د جرمونو نړۍواله محکمه دې د دغې قضیې په اړه څېړنه کوي.

ریچارډ بنېټ د طا-لبانو د جنډر سیاستونو په وړاندې د ښځو د “سوله‌ییز او زړورو” لاریونونو ستاینه وکړه او ویې ویل چې دا ډول زړه ورتیا په نړۍ کې کمه لیدل شوې ده.

نوموړي همدارنګه وویل، چې که څه هم د طا-لبانو د ځپونکو بريدونو له امله په لارو او کوڅو کې لاريونونه ډېر ستونزمن شوي؛ خو لاريونونه اوس هم دننه په کورونو او ټولنو کې روان دي.

ښاغلي بنېټ دا مسله په داسې حال کې راپورته کړه، چې په دوحه کې د ملګرو ملتونو غونډه د ښځو له ګډون پرته ترسره کېږي او د دغې غونډې له اجنډا څخه د ښځو د حقونو موضوع لرې کړل شوې ده.

دا کار د پراخو نیوکو سره مل شوی او ځینو منتقدینو د دې غونډې سره د پرېکون غوښتنه هم کړې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا