روستي خبرونهنړۍورزش او ځوانان

ریال ماډریډ د اروپا اتلانو لیګ پایلوبه وګټله

دید خبرې آژانس: د اروپا د فوټبال د اتلانو لیګ په پایلوبه کې د هسپانیې اړوند کلب ريال ماډریډ د جرمني بوروسیا ډورټمومونډ لوبډلې ته ۲ـ۰ ماتې ورکړه.

دغه سیالي چې د شنبې په ماښام د جون په لومړۍ نېټه د لندن په وېمبلي لوبغالي کې ترسره شوه، په لومړۍ نیمايي کې دواړه لوبډلې د ګول په وهلو بریالۍ نه‌شوې.

د لوبې د دویمې نیمايي تر اویایمې دقیقې پورې هم د دواړو طرفونو بریدونه روان و، خو د ګول وهلو چانسونه دواړو لوبډلو له لاسه ورکړي وو.

د لوبې ۷۴یمه دقیقه وه چې د ریال ماډریډ لوبډلې ډني کارواحال ګول وواهه.

د لومړي ګول وهلو لا څلور دقیقې نه وې تېرې چې ریال ماډریډ ته دا ځل وینیکېس جونیر ګول وواهه.

دا پینځلسم ځل دی چې ریال ماډریډ د اروپا د اتلانو لیګ پایلوبه ګټي.

د ویلو ده چې په یاد لیګ کې د اروپايي هېوادونو د فوټبال بېلابېلو ۳۲ لوبډلو په ۸ ګروپونو کې سره سیالۍ وکړې.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا