اسلایدشوروغتیانړۍ

روغتیا نړۍوال سازمان: الاهلي روغتون په بشپړه توګه ړنګ شوی

دید خبرې آژانس: د روغتیا نړۍوال سازمان اعلان کړی چې د غزې په شمال کې، پر الاهلي روغتون، د اسراييل د تېرې ورځې د برید په پایله کې دغه روغتون په بشپړه توګه ویجاړ شوی او له کاره لویدلی دی.

په غزې کې چارواکو ویلي، د روغتون پر مهمو څانګو لکه عاجل خونې، لابراتور، سکېن ماشینونو او درملتون ته زیان رسېدلی چې دغه مرکز یې له طبي خدمتونو وړاندې کولو غورځولی دی.

د الاهلي روغتون سرپرست، فضل نعیم په دې اړه ویلي: «موږ اوس د زیانونو ابتدایي ارزونه ترسره کړې ده چې خورا زیاته ده. د دې ځای د بشپړې بیارغونې لپاره موږ څو اونۍ وخت ته اړتیا لرو او په ځینو برخو کې ښايي دغه بهیر میاشتو ته وغځیږي. موږ په رادیولوژۍ او لابراتور برخو کې لویې ستونزې لرو، ځکه چې زیانمن تجهیزات د غزې د کلابندۍ له امله نشي بدلېدای.»

د غزې د دفاع مدني ویاند، محمود بصل د الاهلي روغتون د برید په اړه ویلي: «دغه برید د پذیرش، لابراتور، د وینې بانک او د ماشومانو لابراتور تخریب کړی دی. دا واقعاً یوه ټراژیډي او د روغتیايي سیسټم لپاره لویه ننګونه ده.»

د دغه روغتون مسوولینو ویلي، دوی اړ شوي چې ۵۰ ناروغان نورو روغتونونو ته ولېږدوي؛ خو هغوی ویلي چې نور ۴۰ ناروغان د امکاناتو د نشتوالي له امله په نازک وضعیت کې پاتې دي او لېږدول یې ستونزمن دي.

د روغتیا نړۍوال سازمان ټینګار کړی چې روغتونونه، ناروغان او روغتیايي کارکوونکي د نړۍوالو بشري قوانینو لمخې د ساتنې لاندې دي او باید سمدستي پر روغتیايي مرکزونو بریدونه ودرول شي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button