روغتیا سازمان: هېوادونو ټرمپ له خپلې پرېکړې را وګرځوي
دید خبرې آژانس: د روغتیا نړۍوال سازمان مشر، ټېډروس ادانوم له هېوادونو وغوښتل چې پر واشنګټن فشار راوړي چې بېرته له خپلې پرېکړې وګرځي.
اسوشیټيډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی چې ټېډروس ادانوم له هېوادونو غوښتي چې د امریکا د ولسمشر، ډانلډ ټرمپ د پرېکړې مخالفت وکړي او هغه پرېنږدي چې د ملګرو ملتونو له دغې اړوند ادارې و وځي.
د روغتیا نړۍوال سازمان د تېرې چهارشنبې پر ورځ د بودیجې اړوند غونډه کړې او د تمویل کوونکو د وتلو په اړه یې اندېښنه څرګنده کړې ده.
د ۲۰۲۴-۲۰۲۵ کلونو لپاره، امریکا د روغتیا نړۍوال سازمان تر ټولو لوی تمویلوونکی دی، چې شاوخوا ۹۸۸ میلیون ډالر ورکوي، چې دا د WHO د ۶.۹ میلیارد ډالرو بودجې نږدې ۱۴ سلنه جوړوي.
روغتیا نړۍوال سازمان د یوه سند په وړاندې کولو سره ټینګار کړی چې ټول بشري پروګرامونه یې د امریکا او نورو لویدیځو هېوادونو د همکارۍ او مرستې پورې تړلې دي.
د اسوشیټیډ پرېس خبري اژانس د راپور پر بنسټ د روغتیا نړۍوال سازمان ۸۰ سلنې د امریکا له لوري تمویليږي.