روسیې له افغانستان سره ۱۲۰۰ ټنه بشري مرسته کړي ده
دید خبرې آژانس: د روسیې ټاس خبري آژانس راپور ورکړی چې د روسیې د امنیت شورا د سرمنشي په مشرۍ یوه پلاوي د ریاست الوزرا له اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر سره په کتنه کې ویلي چې مسکو په تېرو۱۲ میاشتو کې ۱۲۰۰ ټنه بشري مرستې افغانستان ته لېږدولي، چې یوه برخه یې د ملګرو ملتونو د خوړو د نړیوال پروګرام لخوا وېشل شوې ده.
د اسلامي امارت د ویاند مرستیال ویاند وایي، په دې کتنه کې په دې کتنه کې د اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا، سوداګرۍ، ټرانزیټ، بشري مرستو او په افغانستان کې د روسیې پر پانګونې هم خبرې وشوې.
ښاغلی حمدالله فطرت وايي: دواړه هېوادونه د سوداګرۍ، پانګونې او ټرانزیټ په برخو کې د پراخو همکاریو لپاره د ګډ سوداګریز فورم پر جوړېدو سلا شول. دغه فورم به د مختلفو سکټورونو لپاره ځانګړې کمیټې ولري.
دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر استازي د بهرنیو چارو وزارت له سرپرست سره په کتنه کې ویلي وو، چې مسکو غواړي له افغانستان سره په اقتصادي او سوداګریزو برخو کې اړیکې پراخې کړي.
دا په داسې حال کې ده چې مخکې د روسیې د ولسمشر استازي د افغانستان لپاره د بهرنیو چارو وزارت سرپرست سره په لیدنه کې ویلي وو چې مسکو غواړي د افغانستان سره په اقتصادي او سوداګریز برخو کې خپلې اړیکې پراخه کړي.