اسلایدشوافغانستانتر تولو مشهورحکومتروستي خبرونهمهم مطالب

روسیې ته طا-لبانو د لوړو زده‌کړو سرپرست وزیر سفر

دید خبرې آژانس: د سرپرست حکومت د لوړو زده‌کړو وزارت سرپرست ندامحمد ندیم په یوه رسمي سفر روسیې ته ولاړل.

د طا-لبانو دغه چارواکي د سفر موخه، روسیه کې د لوړو زده‌کړو په دویم نړۍوال کنفرانس کې ګډون بلل شوی دی.

ټاکل شوې ده چې د سر‎پرست حکومت دغه سرپرست وزیر په بېلابېلو موضوع‌ګانو په ځانګړې توګه، د تحصیلي او ښوونیزو فرصتونو، لاسته‌راوړنو او ننګونو په تړاو ویناوې وکړي.

د لوړو زده کړو وزارت ویاند ضیاء الله هاشمي وايي:«د لوړو زده‌کړو محترم وزیر صاحب د ګډون ترڅنګ د بېلابېلو هېوادونو، د لوړو زده‌کړو او پوهنې وزیرانو سره وګوري، همدارنګه د لوړو زده‌کړو محترم وزیر صاحب به د فدراتیف روسیې د تحصیلي مرکزونو او پوهنتونونو څخه لیدنه وکړي.»

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا