دید خبرې آژانس: د کار او ټولنیزو چارو وزارت مسئولین وايي چې د دغه وزارت سرپرست د سېنټ پیټرزبورګ د ۲۷مې نړیوالې اقتصادي غونډې په څنډه کې له خپل روسي سیال سره په کتنه کې روسیې ته د افغان کارګرانو د لېږلو طرحه وړاندې کړه.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د دغه وزارت سرپرست ملا عبدالمنان عمري د روسیې د کار او ټولنیزو چارو له وزیر انتون کوتیاکوف سره وکتل.
د کار او ټولنیزو چارو وزارت وايي، په دې کتنه کې دواړو لورو د دوه اړخیزو سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پیاوړتیا خبرې وکړې.
دغه وزارت زیاتوي، چې په دې کتنه کې ښاغلي عمري روسیې ته د مسلکي او نیمه ماهرو افغان کارګرانو د لېږلو، د ټولنیز امنیت په برخو کې د دغه هېواد د تجربو پر شریکولو او د دغه وزارت د کارکوونکو د ظرفیت د لوړولو لپاره د پروګرامونو د برابرولو په اړه هم خبرې وکړې.
د يادونې وړ ده، چې څو ورځې وړاندې د کار او ټولنيزو چارو وزارت سرپرست ملا عبدالمنان عمري د روسيې په بلنه د سنټ پيټرزبورګ د نړيوال اقتصادي فورم په ٢٧مه غونډه کې د ګډون په موخه د يوه پلاوي په مشرۍ روسیی ته تللى و.