اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالب

روسیه ځانګړي استازي: له تورلېست څخه د طا-لبانو د ایستلو هڅې ښه روانې دي

دید خبرې آژانس: د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، د «ممنوع ډلو» یا تور لیست څخه د طا-لبانو د ایستلو لپاره د مسکو هڅې په «ښه توګه » روانې دي.

د تأس خبري آژانس د راپور پر بنسټ، هغه د دې پوښتنې په ځواب کې چې له تور لېست څخه به طا-لبان کله وایستل شي، وویل: «کله چې ټول پړاوونه بشپړ شي؛ لا هم ادامه لري.»

د «ترهګرو» ډلو له نوملړه د طا-لبانو د ویستلو په اړه د روسیې پرېکړه تر دې مخکې د امریکا او افغانانو سخت غبرګونونه مخ شوې وه.

د امریکا د ملي امنیت شورا ویلي چې د مسکو دغه اقدام سیمې ته یو «ویروونکی پیغام» لري.

دا په داسې حال کې ده، چې ضمیر کابلوف تر دې مخکې تأس خبري آژانس ته ویلي وو چې د روسیې د بهرنیو چارو او عدلیې وزارتونو د دغه هېواد ولسمشر ته وړانديز کړى، چې طا-لبان به د «منع شویو»سازمانونو له نوملړه  وایستل شي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا