روستي خبرونهشننه

روسیه ولي له طالبانو ملاتړ کوي

اصلاً خو په دې وروستيو کي په نړيواله سطحه د امريکا او روسيې تر منځ کړکېچ ډېر زيات شوى دى او همدارنګه په بېلابېلو برخو کي ورځ په ورځ د دوى دواړو تر منځ دغه کړکېچ لا هم مخ پر زياتېدو دى، هغه په دې چي دوى دواړه تقريباً په سوريه کي يو او بل ته مخ په مخه دي او همدا راز د ايران سره د امريکا اختلاف او د روسيې ټينګه همکاري او همدارنګه دوى دواړه په اکراين کي اختلافي موضوع ګاني په مخ کي لري.

نو په همدې ډول سړى ويلاى سي چي روسان د همدغه جهاني رقابت په سلسله کي غواړي چي په هر قسم چي وي، امريکا بايد د نړۍ په هره هسته، هر ميدان او هره برخه کي د ناکامۍ سره مخامخ سي، چي يوه برخه يې هم افغانستان دى. که څه هم روسان په افغانستان کي ممکن په عقيدوي لحاظ له طالبانو سره کومه خاصه خواخوږي ونه لري او نه يې ممکن ايران ور سره ولري، ځکه چي ايران د سوني ملايانو سره بېخي خواخوږي نه لري، چون دواړه د امريکا حارفان دي، د امريکا سره د رقابت په سلسله کي دوى غواړي چي په افغانستان کي امريکايانو ته ستونزي ډېري کړي، تر څو که وکولاى سي چي په دې منطقه کي روسيه د خپل پخواني شوروي اتحاد انتقام واخلي او ايران هم د دې خپلو بنديزونو او نورو انتقام له امريکا څخه واخلي. نو زه اسي فکر کوم، هغه دا کېداى سي چي روسان خلاف د خپلي عقيدې د وسله والو طالبانو سره خپله همکاري زياتوي، يو عمده لامل همدا کېداسي چي روسان خاص او خاص دا کار د امريکا په خاطر باندي کوي. دوهمه خبره دا ده چي پر دې سيمه روسانو قربانۍ ورکړي او مصارف يې کړي، نو دوى غواړي چي دلته خپل نفوذ ولري.  محمد نذیر زاهد د سياسي چارو کارپوه روسیه چې په کراتو مراتو یې په منځنۍ آسیا  کې د خپل قدرت او نفوذ په خاطر هڅې کړي ، تر څو په سیمه کې  یوه مقتدره هیواد پاتې شي، په ۱۳۵۸ کال د مرغومې په شپږمه د پخواني شوروي اتحاد سرو لښکرو د ځمکې او آسمان له لارې په افغانستان یرغل وکړ، سترې قربانۍ یې ورکړې ولې د ناسم نظامی پلان او په سیمه کې د اسلامپالو د تقویې او ملاتړ له وجهې یې په افغانستان کې تاریخي ماتې وخوړه او د روسې ستره امپراطوري د افغانستان جنګ د نه بریالیتوب له وجهې ونړیده. آمریکا نه غوښتل چې روسیه دې په منځنۍ آسیا کې د یوه قدرتمنده هیواد په څير پاتې شي . ځکه آمریکا پخپله ځان د منځنۍ آسیا تر څنګ د نړۍ فاتح ښوده.

نو یې په سیمه کې د اسلامي ډلو په جوړښت پیل وکړ، په منځنۍ آسیا کې د امریکا ستر همکار او ملګری پاکستان هیواد وه؛ چې وی کولاي شول اسلامپالې ډلې تقویه او ملاتړ یې وکړي ،  په افغانستان کې د روسې په مقابل د مقدس جهاد تر نامه لاندې وجنګوي. همداسې وشول د (آی . آیس. آي) ادارې وکولاي شول چې اسلامپالې ډلې د تل لپاره د یوې وسیلې په شکل په خپل غیږ کې ونیسي او ورڅخه استفاده وکړي، کله چې افغانستان ته اتحاد جماهیر شوروي خپل نظامي ځواکونه راولیږل. نو په افغانستان کې د امریکا په ملاتړ او د پاکستان په مدیریت د مجاهدینو له ستر غبرګون سره مخ شول.  اسلامپالو ډلو ته د پاکستان له لارې آمریکا منظمې مرستې ورکړې او تر حده یې زیات تقویه کړل. ډول ډول نغدي ، مالي ….. او داسې سلګونه امکانات يې د اسلامپالو ډلو مشرانو ته وسپارل  تر څو په دې بریالي شول چې په افغانستان کې د روسې څخه لاره ورکه کړي.  روسیه د خپلو ناسمو نظامي پالیسیو او د سیمې د نه درک له وجهې ونشواي کولاي چې له نظامي اړخه د پرمختګ لپاره دوه قدمه مخته لاړ شي چې په بیشمیره مالي او ځاني تلفاتو په ورکولو سره د افغانستان په جګړه کې ناکامه شول او بیرته خپل هیواد ته ستانه شول او ستره امپراطورۍ یې ړنګه شوه. کله چې امریکا او ناټو افغانستان ته د تروریزم سره د مبارزې په هد ف راغله او دلته یې د نظامي حضور پیل کړ، د افغانستان جنګ همداسې تود وساتل شو چې په چنګ کې ددخیلو اړخونو د بریالیتو ب  څرګند راز پیدا نه شو. افغانان لکه چې له پخوا بدبخته ول  همداسې بدبخته پاتې شول او د نړیوالو قدرتونو د خپلمنځیو جګړو قرباني شول. د افغانستان جنګ او شخړې څلورمې لسیزې ته داخلیږي اما دې بې سرنوشته جګړه هیڅ فاتح ونه موند او نه افغانان له دې ستره شره خلاص شول. د (۲۰۱۶) کال په پیل سره په افغانستان کې دداعش خبرې ګرمې شوې، نن په ننګرهار او سبا په کنذز او بل سبا په بدخشان او کابل کې د تروریستي حملو پړه داعش په غاړه واخیستې ، په افغانستان، عراق، سوریې او یمن کې د امریکا په ملاتړ د داعش نفوذ او تقویه یو ځل بیا روسیه له دوه لسیزو خوب څخه راویښه کړه او لاس په کار شوه . په منځنۍ آسیا کې د امریکا نفوذ روسیه اندیښمنه کړه او د حل په لارو چارو یې پیل وکړ. روسې سمدلاسه پاکستان سره اړیکې ټینګې کړې او د اسلامپالو ډلو سره یې ددوي له لارې تماسونه ونیول. څنګه چې  آمریکا د طالبانو سره  په افغانستان کې د روسې د ناکمۍ په خاطر همکارۍ کولې برعکس نن روسیه په افغانستان کې د امریکا د ناکامۍ په خاطر طالبانو ته د همکارۍ  لاس په ټټر ولاړ دي. تر څو دداعش په مقابله کې ورڅخه استفاده وکړي. روسیه په منځنۍ آسیا کې د امریکا د نفوذ ناکامۍ په خاطر له طالبانو سره همکاري کوي تر څو وکولاي شي چې د افغانستان په جنګ کې امریکا د ناکامۍ سره مخامخ کړي او منځنۍ آسیا د امریکا له شره خلاص کړي. روسیه هم تر یوه حده توانیدلې چې په افغانستان کې د امریکا لپاره خنډونه ایجاد کړی. چې اوس طالبان او روسیه د خپلو اړیکو ادعا تاییدوي او ځانونه د یوبل قوي فکري همکاران بولي او یوه هدف ته د رسیدو پخاطر مبارزه . ډاکتر ظاهر شاه رشيدي قومي مشر زابل ډېر ښه سوال دى، په دې خاطر چي روسانو د افغانستان څخه نيولې بيا تر عراق پوري دغه منطقه هغه وخت چي د روسيې شوروي اتحاد وجود درلود دغه منطقه د دوى د نفوذ خاوره وه، چي امريکا پر ډېرو اغزنو لارو باندي په دوه دوه نيم او درې سوه کاله کي ځان دغه خوا ته راورساوه، چي په هغه کي مهم ترينه عراضي د جنګ او مهم ترينه عراضي د نفتي موادو او يا تر ځمکه لاندي زخايرو افغانستان و، چون دا د روس نفوذي ساحه او خاوره وه او روس د پخوا څخه د دې خاوري سره ډېره دلچسپي لرله او له بلي خوا په دې خاطر هم چي اوس وسله وال طالبان هم په نړۍ کي يوازي سوي دي او خپله پاکستان دا لوبه ترسره کړه،

پاکستان په دې خاطر چي کله سعودي عربستان د افغانستان سره تعلقات جوړ کړله او کله چي بيا سعودي او ترکيې د افغانستان سره خپل تعلقات ښه کړل، نو پاکستان په منطقه کي يوازي پاتي سو، په دې خاطر چي دوى يوه نوې لوبه جوړه کړي او نوي مفادات لاسته راوړي او غربي هيوادونو ته هم دا وښيي، چي دوى په منطقه کي يو داسي لوبغاړي دي چي دوى په دې ساحه کي نوي لوبي هم کولاى سي، نو په دې خاطر پاکستان روسان او طالبان سره يو ځاى کړل. مولوي محمد يوسف د زابل ولايت د علماء شورا رئيس د مهربان خداى ج په سپېڅلي نامه، لکه څرنګه چي موږ او تاسو پوهېږو چي روسان د افغانانو او خصوصاً د اسلام دين ډېر سخت دښمنان دي، دوى ډېر کوښښ کوي چي يو ځلي بيا ځان افغانستان ته هغه د پخوا په څېر داخل کړي او دلته په هر ښار کي دوى آبادي شروع کړي او هغه د آبادۍ سلسل ونورو هيوادونو ته وغځوي. کله چي د افغانستان مجاهدين راولاړ سول او دوى يې يو ځل مخ کي هم تار په تار کړل او همدا راز مجاهدينو د دوى اته لس مملکتونه پر يوه مملکت ورودرول او هغه د دوى نوم، د دوى دب دبه او هغه دوى چي به په نړۍ کي ويل چي موږ يو، نو مجاهدينو د دوى دا هر څه له خاورو سره خاوري کړل، خو اوس مهال يو ځلي بيا روسان غواړي چي ځان په څه ډول سره افغانستان ته ورسوي.

که له بلي خوا وکتل سي، نو روسانو د هغو طالبانو سره نن د انړيوالۍ اوږه وهلې چي د همدې طالبانو مشرانو په افغانستان کي همدې روسانو ته ډېر شرموونکې ماتي ورکړې، د همدې طالبانو مشر خپله سترګه له همدې روسانو سره په جهاد کي له لاسه ورکړې، مفهوم دا چي که چېري طالبان نن له ځان سره دا فکر ووهي، چي ولي زه بايد نن همدغه پروني روسان د ځان انډيوالان کړم، ولي روسانو په دې وروستيو کي د همدغو طالبانو مشران د ځان سره انډيوالان کړل او ويې غوښتل، تر څو په افغانستان کي هغه مقابل طرف ته خپل زور وښيي او له بلي خوا يې وغوښتل، تر څو يو ځلي بيا په افغانستان کي کورنى جنګ شروع سي او دلته په افغانستان کي خپل مقابل طرف ته ماتي ورکړي. نو موږ وايو چي اې روسانو! پر موږ باندي ستاسو هغه پرونى راتګ او اوسنى راتګ بېله فرقه دى، نو لکه څرنګه چي موږ پرون ستاسو جواب په جنګ سره درکړ، نن هم موږ ته هغه پروني روسان ياست او نن به هم تاسو ته افغانان په جنګ جواب درکوو او هغه طالب چي ته يې پر اوږه باندي ټوپک ږدې او زموږ سره جنګېږې، نو موږ هم د هم هغه طالب په مقابل کي بيا ستاسو سره جنګ ته آمدګي لرو. حميدالله هوتک د سياسي چارو شنونکى لکه څرنګه چي موږ او تاسو ته معلومه ده چي د افغانستان حکومت يو ضعيفه او پڅ حکومت دى او دا حکومت د جانکيري په فرمايش باندي راغلى دى، نو هر هيواد حق لري چي د خپل عرضي تماميت او هغه خطرونه چي دوى ته متوجه دي څنګه ځان وساتي. روسيه، تاجکستان او ازبکستان وېره لري چي دلته د داعش د پروژې په راتلو سره زموږ امنيت په خطر کي دى او همدا راز روسان په دې وېره کي دي، چي داعش به د افغانستان د سرحدونو څخه راواوړي او بالاخره به روسيې ته يو لوى ګواښ پېښ کړي، نو په همدې خاطر موږ او تاسو شاهدان يو، چي د روسيې سفير په افغانستان کي دا مسئله تائيد کړې او دا يې ويلي، چي موږ په افغانستان کي د خپلو ديموکراټانو د ساتلو په غرض د طالبانو سره خپلي اړيکي ساتلي،

خو دا چي روسانو تر اوسه په دې باندي اعتراف نه دى کړى، چي دوى د طالبانو سره نظامي کومکونه هم کړي دي او يا يې کوو، ولي په کندوز ولايت، دښت ارچي، امام صاحب ولسوالۍ، قلع زال ولسوالۍ کي د روسانو وسلې ليدل سوي دي او همدا راز په دې سيمو کي د تاجکستان، ازبکستان او چيچنيا اتباع هم ليدل سوي دي، چي دلې مستقيماً جنګېږي او په سرپل ولايت کي خپل مرکزونه لري. نو په دې کي شک نسته چي روسان د پردې شا ته خپل امنيت ته د پېښ ګواښ په خاطر چي داعش يوه نوې او غټه پروژه ده چي دا طبعا د خارجيانو لخوا څخه تمويلېږي او په دې کي د پاکستان د استخباراتو (آى ايس آى) لاس هم سته، چي اوس مهال توره بوره بيرته د داعشيانو لاسته ولوېدله او مستقيماً د پاکستان ملېشې په هغه کي ونډه لري. نو زه وايم چي روسانو ته اول دا پکار ده چي مستقيما د بلي ډلګۍ سره نظامي مرستي ونه کړي او که دوى غواړي چي روسانو ته دغه تهديد متوجه نه سي، نو د افغانستان د مرکزي حکومت سره دي مستقيما رغندي اړيکي ټينګي کړي او همدا راز دي د افغانستان د نظامي ځواکونو سره په مشوره او د افغان ځواکونو په تقويه کولو کي دي خپله ونډه واخلي، چي په دې کي به د روسانو کاميابي او زيرک والى وي او که روسان برخلاف د دې څخه چي دوى د يوې ډلي سره يا د نظام د مخالفينو سره مرسته کوي، دغه مرسته يې موږ پر ځاى باندي نه بولو او دغه مرسته دوى ته کومه ګټه هم نه سي رسولاى. متاسفانه، چي د افغانستان حکومت يو ضعيف حکومت دى او دلته خارجيانو د خپلو موخو لپاره دا وېشلى او پاشلى حکومت پر افغانانو تپلى. لکه څنګه چي جګړه پر افغانانو تپل سوې همداسي حکومت هم پر افغان ولسونو تپل سوى دى. احمدشاه قادري مدني فعال روسیه چي د افغانستان د دولت سره د ډېره وخته ډیبلوماټیکي اړیکي لري او د افغانستان د اسلامي جمهوریت داوسني حکومت د شروع څخه تردامهاله ځیني رسمي او غیر رسمي مرستي ترسره کړي دي په دا وروستیو کي د افغانستان په شمالي او مشرقي ولایاتو کي د اسلامي دولت (داعش) د هغه کړنو څخه په تشویش کي دي ،چي د داعش له لوري ترسره کیږي دغه کړنو څخه د دوي بیره ده ،

چي د افغانستان په شمال کي د اسلامي دولت د راڅرګندېدو وروسته ممکن دغه ډله روسیې ته د منځنی اسیا د هغو هیوادونو له لاري چي د روسیې هیواد ترنفوس لاندي دي د روسیې مرکزي سیمو ته رشد وکړي په دې ارتباط د روسیې هیواد د لوړ رتبه ډيپلوماټانو له قوله ،چي موږ دغه تشویشي موضوع ،چي موږ یې په تشویش کي اچولي یو دافغانستان حکومت ته په هغه وخت کي څرګنده کړې او ورته ویلي مو ول ،چي موږ د افغانستان په شمالی او مشرقي سیمو کي د داعش د کړنو څخه ممکن متضرر سو او و دوی ته مو د مرستي وړاندیز هم کړی وو خو دوی په شمال او مشرقی ولایاتو کي د داعش د شتون څخه ناخبري وښودل او ویې ویل چي په دې سیمو کي داعش نسته دا هغه موضوعات دي ،چي د روسیې د لوړ رتبه ډیبلومتانو له لوری راڅرګند سو ي دي اوس ،چي د داعش شتون په ټولنیزو رسنیو کي راڅرګند سو او د افغانستان حکومت له لوري هم تائید سو او په اړه یې د افغانستان حکومت له لوري نظامي عملیات په څو واره ترسره سول خو تر دامهاله یې کومه ګټه هم نه ده کړې او نه یې داعش ډله د دې سیمو څخه ورکه کړې ده . زما په نظر روسیې هیواد ته بله لاره نه وه پاته چی دخپل هیواد د ساتلو له پاره ترسره کړي په همدې موخه یې د طالبانو د ځینو مشرانو سره په په څو واره ناستي ترسره کړي دي دا کړنو ته د مشروعیت ورکولو په موخه دا دلیل وړاندي کوي ،چي موږ دغه ناستي د خپلو هیوادوالو د ژغورلو په موخه ترسره کوو او غواړو ،چي زموږ هیوادوال د داعش د تسلط لاندي راتلو څخه خلاص کړو اود دطالبانو سره د مرستي په کولو سره موږ مطمئن یو ،چي زموږ لوري ته به داعش سرایت نه کوي اوس سوال دادي ،چي روسیه ولي د طالبانو سره مرسته کوي؟ او ولي دوی حمایه کوي ؟داهغه سوالونه دي ،چي د روسیې د نوي پالیسي او ستراتیژي په تطبیقولو سره به راڅرګند سي خو زما په نظر اوس دا معلومه ده ،چي روسیه غواړي د امریکا او متحدینو فعالیتونه به هره طریقه ،چي وي د خنډ سره مخ کړي او د امریکا او متحدینو هغه لاسته راوړني ،چي د دوي په وینا یې په افغانستان کي لري د سوال سره مخ کړي .اوس دلته مهمه او واضح خبره همدا ده ،چي نه غواړي امریکا او متحدین یې د افغانستان څخه په کامیابی سره ووزي او غواړي خپل په هغه سرنوشت یې اخته کړي ،چي دوي په اتیایمو کلونو کي ورسره مخ سوي ول.

احمدشا سپر – د سياسي چارو شنونکى(ټاټوبی خبري ویبپاڼه)

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا