روسیه له طا-لبانو سره د خبرو پر دوام ټینګار کوي
دید خبرې آژانس: د روسیې فدراتیف شورا د نړیوالو چارو د کمېټې مشر له افغان سرپرست حکومت سره د خبرو پر دوام ټینګار وکړ.
د روسیې خبري اژانس ټاس ویلي، روسي چارواکي دغه څرګندونې د تاجکستان په دوشنبې ښار کې د منځنۍ اسیا د سیمه ییز امنیت په اړه په جوړه شوې غونډه کې کړې دي.
هغه ټینګار وکړ چې په منځنۍ اسیا کې د سولې او ثبات ټینګښت لپاره له سرپرست حکومت سر خبرې اړینې دي.
د روسیې فدراسیون د نړۍوالو چارو د کمېټې مشر، ګریګوری کارسین وايي: «زما په نظر، په منځنۍ اسیا کې د سولې او ثبات لپاره له اوسني حکومت سره، چې په افغانستان کې واک لري، خبرې اړینې دي.»
په همدې حال کې د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال وايي چې د تاجکستان او روسیې د پارلمانونو تر منځ غونډه تر ډېره د افغانستان پر مسئلې متمرکزه ده.
د ټاس خبري اژانس د راپور له مخې، صادق امامي ټینګار کړی چې په افغانستان کې د یوه ټول شموله حکومت د جوړولو لپاره سوله ییزې خبرې اترې د افغانستان د ثبات تضمین دي.
د تاجېکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال، صادق امامي هم ویلي: «زمونږ هېوادونه پر دې توافق لري چې د یو ټولشموله حکومت جوړېدو لپاره سولهییزې خبرې د افغانستان د راتلونکي ثبات تضمینوي.»
که څه هم اسلامي امارت په دې اړه څه نه دي ویلي؛ خو له افغانستان سره یې د خبرو پر دوام د روسیي استازي ټینګار ستایلی دی.
د اسلامي امارت مرستیال ویاند، حمدالله فطرت په دې تړاو وايي: «موږ د روسیې فدراسیون شورا د نړۍوالو چارو د کمیټې د رییس دریځ مثبت ګڼو او هرکلی ترې کوو. حقیقت همدا دی چې د سیمې له هېوادونو سره د اسلامي امارت خبرې، د سیمې په ټيکاو او د اړیکو په پراختیا کې مهم دي.»
روسیه یو له هغه هېوادونو څخه شمېرل کېږي، چې واک ته د اسلامي امارت تر رسېدو وروسته یې د افانستان او سیمې د وضعیت په اړه د یو شمېر ناستو کوربهتوب کړی او د مسکو فارمټ په شپږمه ناسته کې د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر له سرپرست حکومت سره پر عملي خبرو ټینګار کړی.