اسلایدشوافغانستانامنیت و حوادثمهم مطالبنړۍ

روسیه د دوحې په دریمه غونډه کې ګډون کوي

دید خبرې آژانس: د افغانستان په چارو کې د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي، روسیه به د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو په غونډه کې چې د جون له ۳۰مې څخه د جولای تر لومړۍ نېټې په دوحه کې جوړېږي، ګډون وکړي.

کابلوف څرګنده کړه:«د جون له ۳۰مې څخه د جولای تر لومړۍ نېټې پورې په دوحه کې دوه ورځنۍ غونډه جوړېږي. دا غونډه د ملګرو ملتونو د سرمنشي په نوښت او د افغانستان په اړه د ځانګړو استازو په ګډون جوړېږي.»

له دې وړاندې د جون په اتمه نېټه په تهران کې د مسکو د تماس ډلې يوه غونډه جوړه کړې وه.

د تهران په غونډه کې د روسیې سربیره ایران، چین او پاکستان هم ګډون درلود.

د کابلوف په وینا، د تهران غونډه د دوحې غونډې ته د مشورې او چمتووالي لپاره جوړه شوې وه.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا