روسیه: د جامع حکومت د نه جوړیدو له امله طا-لبان په رسمیت نه پیژنو
ډید خبري اژانس: د روسیې د بهرنیو چارو وزیر یو ځل بیا ویلي، چې د یوه جامع حکومت په جوړولو کې د پاتې راتلو او له بشري حقونو څخه د سرغړونې له امله طا-لبان په رسمیت نه پیژني.
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د ملګرو ملتونو په مرکزي دفتر کې په یوه خبري غونډه کې وویل، چې د طا-لبانو حکومت له «ټولو طا-لبانو» جوړ دی او نورې مذهبي او قومي ډلې په کې شتون نه لري.
لاوروف ټینګار کړی، چې د طا-لبانو په حکومت کې د ټول شموله مسله یوازې قومي نه ده، بلکې مذهبي او سیاسي همغږي باید درک شي.
هغه د طا-لبانو ضد جبهې څخه هم وغوښتل چې «سوله ایز» لاره پیاوړې کړي.
د هغه په وينا، د طا-لبانو پر وړاندې د مقاومت جبهې اوسنی دريځ دا نه ښيي، چې دوی له طا-لبانو سره خبرو ته لېوال دي، خو په دې برخه کې بايد هڅې وشي.
لاوروف د طا-لبانو ضد جبهې له نفوذ لرونکو کسانو وغوښتل چې دغه جبهې دې ته وهڅوي چې «سوله ییز» خبرو ته کېني.
نوموړي د پخواني ولسمشر حامد کرزي او د پخلاينې د عالي شورا د پخواني رييس عبدالله عبدالله يادونه وکړه او ويې ويل، چې دوى په کابل کې شتون لري او غواړي د افغانستان اصلي لارې ته په ستنېدو کې مرسته وکړي.
باید وویل شي، چې یوه اونۍ وړاندې د روسیې د بهرنیو چارو وزیر په افغانستان کې د یوه جامع حکومت په جوړولو کې په ناکامۍ نیوکه کړې وه او طا-لبانو ته یې سپارښتنه کړې وه، چې د طا-لبانو پر ضد له جبهې سره یو پل جوړ کړي.
د لاوروف د څرګندونو په غبرګون کې د سرپرست حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي چې د دوی حکومت هر اړخیز دی او هېوادونه باید د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي.