اسلایدشوافغانستانروستي خبرونهسیاستنړۍ

روسیه: افغانستان ته مو طبي وسایل او درمل لېږلي دي

د دید خبري آژانس د خبر له مخې، د روسیې د بهرنیو چارو وزارت ویلي، چې د نوي کال په رخصتیو کې یې کابل ته د بشري مرستو یوه جوپه لېږلې ده.

د روسیې د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی چې دغه هېواد د نوي کال په رخصتیو کې افغانستان ته د درملو او طبي وسایلو په ګډون د بشري مرستو یوه جوپه لېږلې ده.

دغه وزارت وايي: د نوي کال په رخصتیو کې د روسیې له لوري په مسکو کې د افغانستان د سوداګرۍ له مرکز سره په فعاله مرسته او د دغه مرکز مشر او مشهور سوداګر محمد نادرشاه ته د درملو او ځانګړو طبي وسایلو د ویلچیرونو په ګډون د کابل هوایي ډګر ته د ځانګړي الوتنې له لارې یوه جوپه انتقال شوه.

د وزارت په وینا، په دې بار وړلو کې د ګرځنده سرپناه لپاره تجهیزات هم شامل دي، چې «د طبیعي پیښو څخه اغیزمن شوي د افغانستان خلک سخته اړتیا لري».

دغه وزارت ټینګار کړی دی: د افغانستان له دوستو خلکو سره به بشردوستانه مرستو ته دوام ورکړی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا