روسي شرکتونه د افغانستان په سرو زرو او زمردو کې پانګونې کوي
دید خبرې آژانس: یو شمېر روسي پانګوالو د کانونو او پټرولیم وزارت د پالیسۍ او پروګرامونو له معین سره په کتنه کې، د افغانستان پر کانونونو په تېره بیا د سرو زرو او زمردو پر کانونو پانګونې لېوالتیا څرګنده کړې ده.

د کانونو او پټرولیم وزارت ویاند، همایون افغان وايي: «په دې کتنه کې چې د افغانستان د کانونو په برخه کې د پانګونې پر فرصتونو خبرې وشوې، د روسي شرکتونو مشرانو د کانونو په برخو کې د خپلو ظرفیتونو، فعالیتونو او تجربو په اړه معلومات وړاندې کړل او د افغانستان، په ځانګړې توګه د سرو زرو او قیمتي ډبرو، په تېره بیا زمردو، په کانونو کې د پانګونې غوښتنه وکړه.»
بلخوا، د کانونو او صنایعو خونه وایي، چې د هېواد بېلابېلو کانونو کورنیو او بهرنیو پانګوالو ته ستر فرصتونه برابر کړي او که چېرې په دې برخه کې پانګونه وشي، نه یوازې دا چې د خلکو لپاره به د کار زمینې برابره شي، بلکې د افغانستان اقتصاد به هم وده وکړي.
د کانونو او صنایعو خونې لومړی مرستیال، سخي احمد پیمان په دې اړه وايي: «په ځانګړي ډول روسیه چې دا مهال افغانستان ته تګراتګ لري او غواړي د کانونو په برخو کې پانګونه وکړي، که تجربه ولري او پانګونه هم وکړي، نو باید د کانونو پروسس د هېواد دننه ترسره شي. باید وویل شي چې د افغانستان زمرد، لاجورد او سره زر په نړۍوالو بازارونو کې ښه ارزښت لري. دا یو فرصت دی چې که عملي شي، زموږ د هېوادوالو لپاره د کار زمینه برابروي.»
تر دې وړاندې د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ویلي چې د افغانستان د ۲۱ لویو کانونو د سپړنې، کېدنې او پروسس په برخو کې، ۴۱۵ میلیارده افغانۍ پانګونه شوې او د لومړنیو ارزونو پر بنسټ، افغانستان د شاوخوا درې ټریلیونه ډالرو په ارزښت طبیعي زیرمې لري.