اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهمهم مطالبنړۍ

روسيه د اوکراين نى يو يورک ښار نيولی

دید خبرې آژانس: د روسیې پوځ اعلان کړی، چې د اوکراین په ختیځ کې د دونتسک په سیمه کې يې یو کوچنی ښارګوټی نیولی دی.

د اوکراین پوځ د نى يو يورک د لاسه وتل نه دي تایید کړي او ویلي یې دي چې روسي ځواکونه دې ښار او نورو سیمو ته نږدې په بریدونو بوخت دي. د اوکراین پوځ زیاتوي چې د دې بریدونه د «دفع» کولو په حال کې دي او «جګړه دوام لري.»

د نړیوالو رسنیو د راپورونو له مخې، د روسیې د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي چې د دغه هېواد د مرکزي ځواکونو د قطعاتو بریدونو اوکرایني ځواکونه له ماتې سره مخ کړي او د روسیې وزارت نی يو يورک د «یو ستر ستراتیژیک لوژستیکي مرکز» په توګه یاد کړی دی. روسیې دغه ښار همداراز د  نوګورودسکويه په نوم یاد کړی دی.

که څه هم نی يو يورک یو کوچنی ښار دی؛ خو ویل کېږي چې د دې کنټرولول به په دونیتسک کې د دوو مهمو مرکزونو، تورتسک او پوکروفسک په لور یو بل ګام وي.

دا په داسې حال کې ده چې د اوکراین د پوځ لوی درستیز الکساندر سيرسکي ادعا کړې چې د دغه هېواد ځواکونو اوس د روسیې په دننه کې د کرسک په سیمه کې ۹۳ کلي او کوچني ښارونه تر خپل کنټرول لاندې راوستي دي.

د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زیلینسکي هم د دغه هېواد په ختیځ کې وضعیت کړکېچن وباله. خو ويلي يې دي، چې د هېواد ځواکونه يې د روسیې د ځواکونو د له منځه وړلو لپاره خپله پوره هڅه کوي.

د دغه هېواد د پوځ مشر په یوه خبري غونډه کې ويلي، روسیه د اوکراین په ختیځ کې د جګړې لومړۍ کرښې ته اضافي سرتېري لېږي.

د نى يویورک ښار د تورتسک په جنوب کې پروت دی او روسي ځواکونو د دوشنبې په ورځ ويلي چې دوی د تورتسک په جنوب-ختیځ کې زلیزنه هم نیولی دی.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا