اسلایدشوافغانستانبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونه

روبیو: اسلامي امارت له موږ سره همکاري کړې ده

دید خبرې آژانس: د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو وايي، چې اسلامي امارت په ځينو موردونو کې د دا/عش او القا/عده ډلو په له‌منځه وړلو کې له واشنګټن سره همکاري کړې ده.

هغه له یوې امریکايي رسنۍ سره په مرکه کې زیاته کړې، چې په افغانستان کې د بشپړ کنټرول نشتوالی د دغو ډلو لپاره د فرصتونو د رامنځته کېدو لامل کېږي.

مارکو روبیو څرګنده کړې ده:«هرکله چې په یوه جنجالي سیمه کې حکومتولي وي او تاسو داسې حکومت ونه‌لرئ، چې پر ټوله سیمه بشپړ کنټرول ولري، دا د دغو ډلو لپاره فرصت رامنځته کوي.»

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یوازې افغانستان اندېښمنوونکي مسئله نه‌ده بللې؛ بلکې سوریه یې هم د یو ګواښ په توګه یاده کړې ده.

دا په داسې حال کې ده، چې په تر ټولو تازه مورد کې د کورنیو چارو وزارت ویاند عبدالمتین قانع ویلي و، چې دا/عش په افغانستان کې ځپل شوی او د دې ډلې د ګواښونو په تړاو هېڅ اندېښنه نشته.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا