افغانستانروستي خبرونهټولنه

روان کال به افغانستان ته د کډوالو بېرته ستنېدا کې کموالی ولیدل شي

پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو اداره وایي، روان کال به افغانستان ته د کډوالو بېرته ستنېدا کې کموالی ولیدل شي. دغې ادارې د کډوالو د کموالي له پاره بېلابېل لاملونه وړاندې کړي دي.

پاکستان کې د تېر کال په پرتله د حالاتو بدلون، په فبرورۍ میاشت کې د پاکستان له لوري د نوې پالیسۍ اعلان چې له مخې به یې افغان نا راجستر کډوالو نه کارتونه ورکول کیږي، د مهاجرت د قانون منل او ویزه کې اسانتیا رامنځته کول، دغه راز د کورنۍ هر غړي ته د پیسو په ورکړه کې کموالی چې پخوا ۴۰۰ ډالره و او اوس ۲۰۰ ډالره دی، هغه لاملونه دي چې افغانستان ته یې د کډوالو بېرته تګ کې کموالی رامنځه کړی دی.

افغانستان کې د نا امنۍ زیاتوالی هم هغه لامل دی چې د کډوالو د تګ مخه یې لږ څه ډب کړې ده.

تېر کال پاکستان کې حکومت او عامو خلکو له افغان کډوالو سره ناوړه چلند کاوه چې د نړیوالو غبرګونونه یې هم راوپارول. په ډیورنډ کرښه د اوښتو له پاره د پاسپورت/ویزې شرط هغه لاملونه و چې خپل هیواد ته یې د کډوالو په بېرته ستنېدا کې مرسته وکړه. ددغه راز د افغان سفارت له لوري د خپل وطن ګل وطن کمپاین هم د کډوالو په بېرته ستنېدا اغېز وکړ.

تېر کال ۳۷۲۰۰۰ کډوال خپل هیواد ته راغلل؛ خو روان کال له اپریل میاشتې تر اوسه یوازې ۳۲۰۰۰ کډوال افغانستان ته راغلي دي.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا