اسلایدشوبرگزیدهتر تولو مشهورروستي خبرونهسیاستمهم مطالبنړۍ

رشید مرادوف: د سیمې د امنیت لپاره د افغانستان د خلکو ملاتړ تر ټولو مهم دی

دید خبرې آژانس: د ترکمسنتان د بهرنیو چارو وزیر وايي، په سیمه کې د امنیت لپاره تر ټولو مهم د افغانستان د خلکو ملاتړ او همکاري ده چې ور سره یې اقتصاد رغول کېږي او بشري ستونزې یې حل کېږي.

د دې وزارت د اعلامیې له مخې رشید مرادوف دا خبرې پرون د ملګرو ملتونو په ۷۹ ناسته کې د خپلې وینا پر مهال وکړې.

د ترکمنستان بهرنیو چارو وزارت د رشید مرادوف د وینا متن نن خپله وېبپاڼه کې خپور کړ ی دی.

ښاغلي مرادوف په خپلو خبرو کې د سیمه ییز امنیت لپاره په افغانستان کې اقتصادي پروژې پیلولو او ملاتړ یې مهم بللي.

هغه په دې برخه کې ټاپي پروژې ته هم اشاره کړې، چې د افغانستان له لارې د ترکمنستان ګاز تر پاکستان او هند رسوي.

رشید مرادوف وویل، چې دوه اونۍ مخکې یې افغان خاوره کې د دې نللیکې د جوړولو چارو سره د دې پروژې نوی پړاو پیل کړ.

هغه د افغانستان، پاکستان او ترکمنستان ترمنځ د برېښنا او نوري فایبر لېږدول او له دغه هېواده افغانستان ته پټلۍ غځول هم نورې مهمې پروژې وبللې.

ترکمنستان د منځنۍ اسیا د ځینې نورو هېوادونو په څېر له طالبانو سره نږدې اړیکي لري.

که څه هم دا هېواد د طا-لبانو حکومت په رسمیت نه پېژني، خو د دوی له واکمنېدو سره یې له افغانستان سره اقتصادي راکړه ورکړه ډېره شوې ده.

اړونده مقالې

دیدگاهتان را بنویسید

نشانی ایمیل شما منتشر نخواهد شد. بخش‌های موردنیاز علامت‌گذاری شده‌اند *

دکمه بازگشت به بالا