راپور: د افغانستان د بې وزلو کابو ۵۹ سلنې ماشومان دي
دید خبرې آژانس: د فقر نړۍوال شاخص د یوه راپور په خپرولو سره ویلي، په افغانستان کې ۵۸ اعشاریه ۹ سلنه بې وزلي کسان ماشومان دي.
په دې ۳۷ مخیز راپور کې راغلي چې، د لویانو پر تله د بې وزلو ماشومانو شمېر نږدې ۵ میلیونه ډېر دی.
د نړیوالې لوږې شاخض په یو ګډ ۳۷ مخیز راپور کې ویلي، چې په افغانستان کې د بې وزلو نږدې ۶۰ سلنه ماشومان دي.
پهدې ۳۷ مخیز راپور کې چې د ملګروملتونو د پراختیایي پروګرام او د اکسفورډ د غربت او بشري پراختیا نوښت لهخوا په ګډه چمتو شوی، راغلي چې افغانستان کې د بې وزلو ماشومان شمېر د لویانو په پرتله پنځه میلیونه زیات دی.
په دغه شاخص کې راغلي: له ۲۰۱۵/ ۲۰۱۶ کال څخه تر ۲۰۲۲/ ۲۰۲۳ کال پورې په افغانستان کې لوږه ۵.۲ سلنه زیاته شوې او ۵.۳ میلیونه نور خلک په څو اړخیز غربت اخته شوي دي.
یو کاریګر ماشوم وايي: «دومره کار کوو او بیا ۱۰۰ یا یونیم سل افغانۍ خرڅ لرو د ۲۰ افغانیو یې شېدې اخلم.»
د څو اړخیز غربت دا څېړنه په ۱۱۲ هېوادونو کې په ۶.۳ میلیارده کسانو باندې شوې ده.
په همدې حال کې اقتصاد وزارت وايي، هېواد کې د بې وزلۍ کمولو لپاره هڅه کوي.
د یاد وزارت مرستیال وايي، په پام کې لري چې خلکو ته کاري زمینې برابرې او اساسي خدمات وړاندې کړي.
د اقتصاد وزارت مسلکي مرستیال، عبداللطیف نظري و ویل: «د اسلامي امارت پالیسي دا ده چې له ماشومانو ملاتړ وکړي. موږ غواړو چې د زده کړو زمینه هغوی ته برابره کړو او د کارګرو ماشومانو وضعیت ښه شي. څو ټولنې ته خدمت وکړي او د کورنیو ملاتړ وکړي.»
د اقتصادي چارو یو شمېر شنونکي بیا وايي، د اغېزناکو پروګرامونو نشت او له کورنیو سرچینو ګټه نه اخیستنه هغه څه دي چې په کور دننه د بې وزلۍ زیاتېدو سبب شوي دي.
اقتصاد پوه، سید مسعود په دې اړه و ویل: «ددې لپاره چې بې وزلي راکمه کړو، په حقیقت کې باید دا کار د جي ډي پي له لارې وکړو او بې وزلي ورسره راکمه شي.»
د لوږې نړۍوال شاخص د دغه ګډ راپور پر اساس، اوس مهال په نړۍ کې ۱.۱ میلیارد خلک په څو اړخیز لوږې اخته دي، چې له دې منځه یې نیم میلیارد کسان د هغو هېوادونو اوسېدونکي دي، چې په جګړه کې ښکېل دي.