دید خبرې آژانس: د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ځوانانو چارو معين مولوي محمد يونس راشد، د ملګرو ملتو سازمان د سرمنشي له مرستيال اندريو پاول سبرټون سره کتلي دي.

په دې کتنه کې پاول سبرټون چې د ملګرو ملتو سازمان د وګړو صندوق «یوانافپياې» د عمومي رئيس مرستيال هم دی؛ څرګنده کړه چې دا يې افغانستان ته لومړنی سفر دی او غواړي له اړوندو امارتي ارګانونو سره د دغه صندوق پروژو په اړه خبرې وکړي او د خپلو فعاليتونو د دوام او ممکنه پراختيا په اړه مسوولينو ته د خپلې پاليسۍ په رڼا کې معلومات ورکړي.
پاول ډاډ ورکړی چې ملګري ملتونه به په افغانستان کې خپلو فعاليتونو ته دوام ورکړي او هڅه به وکړي چې نړيوالې ټولنې ته له افغانستان مثبت انځور وړاندې کړي.
همدارنګه د ځوانانو چارو معين خوښي ښودلې چې د ملګرو ملتو سازمان د رهبرۍ لوړپوړي پلاوي افغانستان ته سفر کوي او د مغرضو رسنيو د غلطو معلوماتو پرځای په افغانستان کې سراسري امنيت، د ولس د آبادۍ او ښېرازۍ هڅې او نور مثبت اقدامات او تغيرات په خپلو سترګو ووينئ.
مولوي راشد د هغو پروژو د فعاليت په اړه چې د ملګرو ملتو سازمان د وګړو صندوق په مالي ملاتړ د ځوانانو چارو معينيت او مؤسساتو ترمنځ د هوکړې له مخې دوام لري؛ هيله څرګنده کړې چې نړيواله ټولنه دې د افغان ځوانانو د تعليم، تحصيل، کاري او مسلکي ظرفيت لوړونې او روغتيايي مرستو په برخو کې خپل ملاتړ ته پراختيا ورکړي، څو افغان ځوانان د غير قانوني مهاجرت، بېکارۍ او ګڼو نورو ستونزو په برخو کې بريالۍ مبارزه وکړي او د خپل هېواد د آبادۍ او ولس د ښېرازۍ لپاره خپل مسئوليت ترسره کړي.