اسلایدشوافغانستانورزش او ځوانان
راشد خان په شل اوریزو لوبو کې نوی ریکارډ جوړ کړ
دید خبرې آژانس: د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې تکړه او پیاوړي توپ اچوونکي راشدخان بېګاه د سوت افریقا په غوره لیک کې د دوو لوبغاړو په سوځېدو سره په شل اوریزو سیالیو کې ۶۳۳ ویکټې پوره او نړیوال ریکارډ یې جوړ کړ.
له دې وړاندې دغه ریکارډ له ویسټنډیزي لوبغاړي ډي جي براوو سره و، چې نوموړي په شل اوریزو سیالیو کې ۶۳۱ ویکټې ترلاسه کړې وې.
په همدې تړاو راشدخان په خپله فسبوک پاڼه لیکلي: «د خدای ج شکر ادا کوم چې په کرکټ کې مې یوه بله کارنامه هم ثبت کړه. موږ چې هر څه يو د وطن په نوم یو او هر پرمختګ مو د وطن لپاره دی. خوشحاله یم چې په شل اوریزو لوبو کې د نړۍ لومړی بالر شوم چې ۶۳۳ ویکټې مې واخیستې. ستاسو د ټولو د دعاګانو او ملاتړ څخه یوه نړۍ مننه.»
د یادونې وړ ده چې د کریکټ دغه ستوری دا څوم کال دی په نړیواله کچه د غوره توپ اچوونکو د نوملړ په سر کې ځای لري.