Uncategorizedاسلایدشوافغانستانراپورسیاسي

راجا کرېشنا مورتي: د سفر بندیز د افغان همکارانو ژوند ګواښ سره مخ کوي

دید خبرې آژانس: د امریکا د استازو جرګې ډيموکراټ غړي، راجا کرېشنا مورتي، په یوه لیک کې له ډانلډ ټرمپ غوښتي چې د یو شمېر هېوادونو، په ګډون د افغانستان، د وګړو پر سفر د بندیز لګولو له پلان لاس واخلي. 

مورتي تېره ورځ (دوشنبه، د حوت ۲۰مه) پر اېکس  لیکلي چې دا لیک یې د جمعې په ورځ ولسمشر ټرمپ ته استولی دی. 

«هغه لیکلي: «ما د جمعې په ورځ ولسمشر ټرمپ ته لیک واستاوه او ترې مې وغوښتل چې د سفر پر بندیز د لګولو له پلانه لاس واخلي، ځکه چې دا بندیز د امریکا له ارزښتونو او ګټو سره په ټکر کې دی. 

مورتي دا احتمالي پرېکړه د امریکا له اصولو سره په مخالفت کې بللې او خبرداری یې ورکړی چې دا ډول اقدام به زرګونه سیمه ییز همکاران، په ځانګړي ډول ژباړونکي او د افغانستان د پخواني حکومت کارکوونکي، له ګواښ سره مخ کړي. 

هغه ټینګار کړی چې د هغو کسانو پر مخ د امریکا دروازې تړل چې د دغه هېواد د همکارۍ لپاره یې خپل ژوند له خطر سره مخ کړی، ناعادلانه پرېکړه ده. 

په دغه لیک کې، راجا کرېشنا مورتي د باور وړ او اندېښمنوونکو راپورونو په اړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې، چې لمخې یې د ټرمپ اداره غواړي همدا اونۍ د افغانستان او پاکستان په ګډون د یو شمېر هېوادونو د وګړو پر سفر بندیز عملي کړي. 

کرېشنا مورتي د ۲۰۱۷ کال د سفر بندیز ته هم اشاره کړې چې د مسلمانانو پر بندیز مشهور و، او ټینګار یې کړی چې دا اقدام نه یوازې له پراخو اعتراضونو سره مخ شو، بلکې امریکا ته یې د طبي متخصصینو او سوداګریزو چارواکو د ننوتو مخه ونیوله او هغو صنعتونو ته یې زیان واړاوه چې پر نړۍوال کاري ځواک تکیه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *

Back to top button